د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د یوې مور او شپږو ماشومانو ژوند واخیست

29 جنوري 2026
ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د یوې مور او شپږو ماشومانو ژوند واخیست

ننګرهار کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یوه کور د چت لوېدو پېښه کې یوې مور او شپږو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او د کورنۍ پلار ټپی شوی دی.

رخشانه: ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، پېښه د چهارشنبې په شپه (د سلواغې ۸ مه) ۱۲:۰۰ بجې د جلال آباد ښار د اوومې ناحیې په «غوچکو» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د حماد په وینا، د یوه دوه پوړیزه کور چت چې د «اوبو د ویالې» تر څنګ یې موقعیت درلود او له دې وړاندې هم د اوبو نفوذ له کبله زیانمنه شوې وه، نړېدلی دی.

هغه زیاته کړې، چې د دې کور د چت لوېدو په پایله کې د یادې کورنۍ ۸ تنه غړي تر خاورو لاندې وو، چې په ترڅ کې یې یوې مور او د هغې شپږو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او د کورنۍ پلار ټپي شوی دی.

د ټپي کس د روغتیايي حالت په اړه معلومات په لاس کې نشته.

ننګرهار کې یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره ویلي «د شپې کابو ۱۲ بجې وې، چې ناڅاپه مې د [یوه شي] د ماتېدلو اواز واورېده او په بېړه مې ځان سیمې ته ورساوه. کله چې هلته ورسېدم ومې لیدل، چې د تره زامن مې ژوندي دي او نورو ټولو ژوند له لاسه ورکړی دی. له هغوی مو درې ته صحت روغتون ته او څلور تنه نور مو فاطمه الزهرا روغتون ته یووړل.»

د سرچینې په وینا، د مړو شویو کسانو په منځ کې درې هلکان، درې نجونې او یوه ښځه شامله ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

له تېرې اوونۍ راهیسې د هېواد ډېری ولایتونه د واورې او بارانونو شاهد وو.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده
دسته‌بندی نشده

«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه