د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بې انځوره افغانستان: کاپیسا کې هم د ساه کښو په انځور خپرولو بندیز ولګېد

29 جنوري 2026
بې انځوره افغانستان: کاپیسا کې هم د ساه کښو په انځور خپرولو بندیز ولګېد

عکس: NPR

د رسنیو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو پر دوام، د افغانستان د خبریالانو مرکز(AFJC) اعلان کړی، چې کاپیسا ولایت کې هم د ساه کښو په انځور خپرولو بندیز ولګېد.

رخشانه: دې مرکز نن (پنشنبې د سلواغې ۹ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، دا محدودیتونه کاپیسا کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست له خوا لګول شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، کاپیسا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رییس په امر، د دې ولایت خبریالان باید انځور ونخلي او تصوري مرکې تر سره نه کړي.

کاپیسا پنځه ویشتم ولایت دی، چې په کې په رسنیو کې د ساه کښو انځور خپرول په جدي او رسمي توګه د طالبانو له لوري منع شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د دې محدودیت په ترڅ کې د کاپیسا ملي تلوېزیون په راډیو بدل شوی او په دې ولایت کې خصوصي رسنۍ نورې هم محدودې شوې دي.

د دې مرکز په وینا، د ساه کښو په انځور خپرولو بندیز د صدای نجراب، ندای حقیقت او طنین صدا راډیوګانو پر فعالیت هم اغېز کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

له دې وړاندې، په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکنډي، فاریاب، پنجشېر، لغمان، سرپل، بلخ، هرات، پکتیا او اروزګان ولایتونو کې د ساه کښو په انځور خپرولو بندیز لګول شوی وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، په رسنیو کې د ساه کښو د انځور په خپرولو محدودیت غندلی وايي، دا بندیز اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی، چې له وړاندې ډېر محدود شوی وو، نور سختوي.

دې مرکز له طالبانو غوښتي، چې د دې امر په بیا کتنې او لغوه کولو سره، د رسنیو لپاره د خپلواکه او له وېرې پرته فعالیت چاپېریال برابر کاندي.

د بیان د آزادۍ مرکز د تلوېزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د خصوصي تلوېزیونونو په تړاو ۲۳ لارښوونې صادرې کړې او په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۱۵ تلوېزیونونه د طالب چارواکو په نېغ امر تړل شوي دي.

طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې، د رسنیو او رسنیزو فعالیتونو په وړاندې د سختو محدودیتونو په لګولو سره، د لسګونه، غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو د تړل کېدو لامل شوي او څو تنه خبریالان، رسنیز کارکوونکي او فعالان یې نیولي او زنداني کړي دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه