د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

که مې نه وای لیکلي، د درد او غم تر بار لاندې مې ځان ورکاوه

29 جنوري 2026
که مې نه وای لیکلي، د درد او غم تر بار لاندې مې ځان ورکاوه

رها آزاد

«زه له مرګه نه وېرېږم، ډار مې له دې وو، چې څه به له ما په یادګار پاتې نه شي. زه دا دومره کلونه د څه لپاره وجنګېدم؟ اوس، د ګازو د پایپونو او مانیټور د غږ تر منځ په یو څه پوهېږم، که داسې وي، چې پای رانېږدې وي، غواړم د وروستي ځل لپاره فریاد وکړم، چې ما له درده په ډک زړه او هغه هیلو سره چې زر ځلې ماتې شوې، د ښځې په نوم مې ولیکل.»

دا د «قفسی به رنګ یاس» ناول یوه ټوټه ده. دا کتاب یو نوی ناول دی، چې د افغان مېرمنو کړاوونه بیانوي، د دې کتاب لیکواله عاقله شاهنګ آزادي ده.

دا د عاقله شاهنګ لومړنی چاپ شوی آثر دی. لیکواله وايي، د کتاب کیسه د افغان مېرمنو په ځانګړې توګه د کلیوالي مېرمنو چې د خپلو اساسي بشري حقونو لپاره د انتخاب حق نه لري د ژوند طرز دی.

هغې ویلي دي: «نن ورځ ټولې افغان مېرمنې او نجونې په کورني بند کې ژوند تېروي، هغه استعدادونه چې کولی شي د هېواد د ودې او پرمختګ کې رول ولري، اوس ځپل شوې او پټې شوې دي.»

د «قفسې به رنګ یاس» کتاب په پنځو څپرکیو او ۱۴۴ مخونو کې تازه په تهران کې د زهره علوي او سبزمنش خپرندوینه ټولنې له خوا خپور شوی دی.
لیکواله وايي، دا ناول یې په تېرو څلورو کلونو کې لیکلی دی: «په روغتون کې، د مور د بستر تر څنګ او هر ځای به چې فرصت کېده، لیکل او لوستل مې، که مې نه لیکلای، شاید ما د دې ټولو دردونو او غمونو تر بار لاندې ځان ورک کړی وای، یا ان په ځانوژنه مې لاس پورې کاوه، لیکل زما د ژغورلو لار وه.»

په دې اړه نور ولولئ...

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو نوی قانون ښځو او نجونو ته زیان رسوي

«ژمنه يې واخیسته له کوره به نه وځم» د طالبانو له سرخوږیو د مچۍ پالونکې ملکې غنچه ګل کیسه

هغې هڅه کړې، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو د ژوند تېرولو ځینې ترخه واقعیتونه او محرومیتونه د کیسې په بڼه ثبت کړي.

افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ خپل پنځم کال ته د ننه شوې ده. په افغانستان کې د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو ژوند تریخ او اندېښمنوونکی دی. د بشري حقونو فعالان په دې باور دی، چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر رامنځ ته کړی دی.

د افغان ښځو ځپوونکو ۸۰ فرمانونو صادرول او د ښځو د اعتراضونو له تاوتریخوالي ډک ځپلو زیاتې پایلې له ځان سره درلودې. د بېلګې په توګه، له زده کړې، کار، سپورت او فردي او ټولینزو خپلواکیو څخه د میلیونونه ښځو او نجونو محرومت.

له بل لوري د نجونو د ځان وژنې بې مخینې زیاتېدل، اجباري او تر وخت وړاندې ودونه، د خلکو په وړاندې د ښځو بدني سزاوې، له عدلي او قضايي نظام څخه محرومیت، له حکومتي بنسټونو د ښځو پاکول او د ښځو د حقونو د مدافع بنسټونو له منځه وړل، د دې وضعیت د پایلو بله برخه ده.

ملګرو ملتونو د طالبانو واکمنۍ په څلور کلنې کېدو سره رسمآ اعلان وکړ، چې طالبان له ټولینز ژوند څخه د ښځو د لرې کولو موخې پلي کولو ته نېږدې شوي دي.

عاقله شاهنګ آزادي ۲۵ کاله عمر لري. د پیدایښت ځای یې د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالي ده. هغې ښوونځی په همدې ولسوالۍ کې پای ته رسولی دی. هغه مهال چې طالبان پر افغانستان واکمن نه وو، هغې له کوم خنډ پرته د افغانستان د شمال په لرې پراته بدخشان ولایت کې په پوهنتون کې سیاسي علوم لوستل.

د عاقلې د زده کړو لار پای ته نه وه رسېدلې، چې طالبانو افغانستان ولکه کړ. پای ته یو کال پاتې وو، چې د ۱۴۰۲ کال په مرغومي میاشت کې د طالبانو په امر د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې او د هغې تحصیلي لار هم ودرېده.

هغې رخشانې رسنۍ ته ویلي دي: «کله چې پوهنتونونه وتړل شول، بېرته ولسوالۍ ته ستنه شوم. ډېرې سختې ورځې وې. مور مې ناروغه شوې وه او ورځ تر بلې کمزورې کېده. زه د کور مشر اولاد یم او د مور له ناروغۍ وروسته، د خویندو، وروڼو، کور او کورنۍ مسوولیت زما تر غاړې شو. د پوهنتون تړل کېدو غم هم پرې ورزیات شو. دا ناول د همغه سختو کلونو حاصل دی.»

عاقله شاهنګ آزادي په هغه کلي کې رالویه شوې او زده کړه یې کړې، چې په سړو او دږو ژمیو کې د خلکو ورځنی ژوند په سختۍ سره تېرېږي. لومړنیو خدماتو په ځانګړې توګه زده کړې او روغتیا ته لاسرسی محدود دی. د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ تړلي دي او ښځې د کور د مسوولیتونو تر څنګ، د کورنۍ د توښې برابرولو کې هم مهم رول لري.

د هغې په وینا، لیکل یې د هغو سختو ورځو یوازینۍ پناه وه. لیکواله د خپل ناول د لازیاتې توضیح په اړه ویلي دي، دا ناول په ځانګړې توګه د کلیوالي ښخو کړاو منعکسوي. د هغې په وینا، هغه ښځې، د درندو کارونو لکه کروند ګرۍ، مالدارۍ او ځمکې تر څنګ تر ډېره قانوني سن ته تر رسېدو وړاندې له خپلې خوښې پرته واده ته واداره کېږي.

عاقله وايي، دې د ځان لپاره یوه له لاس ته راوړڼو ډکه راتلونکې انځوروله، له پوهنتون څخه د ورپورته زده کړو کولو هیله یې درلوده او د کار لومړیتوب یې هم د ښځو د حقونو لپاره مبارزه وه: «زه یوه کلیواله نجلۍ یم، شپني مې کړې، کروندګري مې کړې او له ماشومتوبه تر اوسه پورې د کلیوالو ښځو له کړاونو سره بلده یم، له همغه کلونو مې کتابونه لوستل او د ډېرو ناعادلانه دودونو او رواجونو، لکه اجباري ودونو او له زده کړو د نجونو د محرومیت مخالفه وم.»

عاقله د خپل کتاب په اړه له غبرګونونو خوښه ښکاري. د هغې کورنۍ، ملګرو او شاوخوا خلکو د هغې د کار ستاینه کړې ده: «ډېری نجونې د کتاب له لوستلو وروسته ماته پیغامونه رالېږلي او ویل یې، چې دا کیسه ورته اغېزمنه، زړه راښکوونکې او غمجنه وه.»

د «قفسی به رنګ یاس» ناول لیکواله هیله لري، چې که یې کتاب لرې پرتو کلیو کې د نجونو لاس ته ورسېږي، نو پوه شي، چې یوازې نه ده، هغه خپل هدف ته یو ګام نېږدې شوې ده.»

که څه هم معلومه نه ده، چې داسې څه به رامنځ ته شي یا نه، ځکه طالبانو په افغانستان کې د ګڼل شمېر کتابونو لوستل، پلورل او وېشل بند کړي او دا کتابونه یې له کتاب پلورنځیو راټول کړي دي. پر دې سربېره هغوی په پوهنتونو کې د هغو کتابونو چې د ښځو له خوا لیکل شوي، تدریس کول منع اعلان کړي دي.

«څه پوهېدم، چې داسې تورې ورځې به تجربه کوم.»؛ مېرمن آزادي غواړي ووايي، چې لا هم نه ده توانېدلې، د افغانستان د ورځنیو ترخو واقعیتونو سره جوړجاړی وکړي.

اړوندې لیکنې

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ
خبر

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ

17 جون 2026
وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې
خبر

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

17 جون 2026
افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو
خبر

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو

15 جون 2026
کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه
خبر

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

15 جون 2026
اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي
خبر

اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي

15 جون 2026
نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»
دسته‌بندی نشده

نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»

15 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه