د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د طالبانو جزايي اصول نامې، د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او مجرمانو د خوندیتوب زمینه برابر کړې

2 فبروري 2026
د طالبانو جزايي اصول نامې، د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او مجرمانو د خوندیتوب زمینه برابر کړې

د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې توشېح ته د غبرګونو پر دوام د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ غړې وايي، دې سند د پراخه کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او تاوتریخوالي د عاملینو د خوندیتوب د زیاتوالي زمینه برابره کړې ده.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (دوشنبې د سلواغې ۱۳ مه) د یوې تمثیلي ټوټې په وړاندې کولو سره، د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې ته غبرګون وښود.

معترضو ښځو د تمثیلي ټوټې په وړاندې کولو سره پر افغان ښځو په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه د طالبانو د محدودیتونو پایلې روښانه کړې.

دوی ویل، د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه «له ښځو د قانوني ملاتړ له منځه وړلو، عدلي بنسټونو ته د ورتګ مخنیوي او د ښځو د ټولینز حضور محدودولو، د کورني تاوتریخوالي پراخېدو، جبري ودونو او د تاوتریخوالي د عاملینو د خوندیتوب زیاتېدو ته زمینه برابره کړې ده.»

د افغان ځواکمنو ښځو غورځنګ غړو ټینګار کړیو چې «په ټولنه کې د ښځو غږ غلي کول، له عمومي چاپېریال څخه، کور ته د ننه د تاوتریخوالي د لېږدولو په مانا دی.»

دوی له نړیوالې ټولنې او بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې د دې وضعیت په اړه عملي غبرګونونه وښي.

د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه تازه د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا توشېح شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو

د دې سند غیر رسمي توشېح او خپرېدو د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې تر منځ پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.

د بشري حقونو فعالانو دا قانون د نړیوالو اصولو او کړنلارو خلاف بللی او ویلي یې دي، طالبان د دې قانون په توشېح کولو سره خپلو جرمونو ته د مشروعیت موندلو په لټه کې دي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

13 اکتوبر 2026
ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري
دسته‌بندی نشده

له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه