د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې د طالبانو د جزايي اصول نامې په تړاو نړیوالې ټولنې ته: د کاغذ پر مخ خواخوږۍ او په عمل کې چوپتیا هېڅ یوه ښځه نه ده ژغورلې!

4 فبروري 2026
معترضې ښځې د طالبانو د جزايي اصول نامې په تړاو نړیوالې ټولنې ته: د کاغذ پر مخ خواخوږۍ او په عمل کې چوپتیا هېڅ یوه ښځه نه ده ژغورلې!

انځوریز عکس د طالبانو د محکمو پر ضد د معترضو ښځو / عکس: رخشانه رسنۍ ته لېږل شوی

د افغان ښځو د همت اعتراضي غورځنګ د طالبانو جزايي اصول نامې ته په غبرګون کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د کاغذ پر مخ خواخوږۍ، په کنفرانسو کې اوښکو او په عمل کې چوپتیا هېڅ یوه ښځه نه ده ژغورلې.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (چهارشنبې د سلواغې ۱۵ مه) د یوې تمثیلي ټوټې په وړاندې کولو سره د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامه د بشري حقونو او ښځو د حقونو ضد وبلله او هغه یې په کلکه وغندله.

دوی دغه سند په څرګنده توګه د بشري حقونو او ښځو د حقونو ضد سند وباله، چې په سیستماتیک ډول د منځنۍ او ټيټې کچې ښځې د توپیري او طبقاتي چلند سره مخ کوي.

معترضو ښځو ویلي دي، دا سند د افغان وکړو په وړاندې هېڅ مشروعیت او اعتبار نه لري او بشري تاوتریخوالي، په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی قانوني او عادي کوي.

هغوی ټینګار کړي، چې د طالبانو د محکمو په جزايي اصول نامه کې، د تاوتریخوالي د عامل پر ځای قرباني مجرم پېژندل شوی، چې د واکمن ښځې ځپوونکي نظام ماهیت او د ظلم او بې عدالتۍ بنسټیز کول په روښانه توګه افشا کوي.

د افغان ښځو د همت غورځنګ غړو ویلي، دا سند نه یوازې د اسلامي او انساني اخلاقي عدالت سره په ټکر کې دی، بلکې له قانون څخه د ښځو د ځپوونکې وسیلې په توګه کار اخلي.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو

دوی له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغان ښځو ملاتړ وړي او وايي «د نړیوالې تولنې او ملګرو ملتونو بې اغېزې بیانیې او دوکه کوونکې ژمنې نه منو. د کاغذ پر مخ خواخوږۍ، په کنفرانسو کې اوښکو او په عمل کې چوپتیا هېڅ یوه ښځه نه ده ژغورلې.»

د طالبانو د مشر له خوا د دې ډلې د محکمو د جزايي اصول نامې غیر رسمي توشېح، د بشري حقونو د بنسټونو، معترضو ښځو او بشري حقونو د فعالانو اندېښنې راپورته کړې دي. هغوی دا سند د بشري حقونو د بنسټیزو اصولو پر عکس بللی دی.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

13 اکتوبر 2026
ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري
دسته‌بندی نشده

له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه