د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د یوه پخوانی لاسي بم چاودنې بادغیس کې د یوه ماشوم ژوند واخیست

7 فبروري 2026
د یوه پخوانی لاسي بم چاودنې بادغیس کې د یوه ماشوم ژوند واخیست

آرشیف/ رادیوی محلی نریمان

د جګړې له مهاله پاتې د یوه پخواني لاسي بم چاودنې د بادغیس ولایت په سنګ آتش ولسوالۍ کې د یو لس ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

رخشانه: بادغیس کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي ویلي، دغه پېښه نن (شنبې د سلواغې ۱۸ مه) ماسپښین مهال د سنګ آتش ولسوالۍ په «لودینان» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

صدیقي وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د جګړې د مهال یو لاسي بم ماشومانو موندلی دی.

هغه زیاته کړې، دې ماشوم د لاسي بم له موندلو وروسته په هغه لوبې کولې، چې پر مهال یې چاودنه کړې ده.

د دې چاودنې په ترڅ کې یو لس کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

د ټپي ماشوم د هویت، عمر او جنسیت په اړه جزیات په لاس کې نشته.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۸۰ سلنه قربانیان ماشوم دي.

دې بنسټ ویلي وو، افغانستان د نړۍ پر مخ د ناچاودو توکو د چاودنو له امله د مرګ ژوبلې درېیم لوړه درجه هېواد دی.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی زیاته کړې، افغانستان کې لا هم د جګړو د مهال ماینونه او ناچاودي توکي په پراخه کچه شتون لري.

په هېواد کې ناچاودي توکي، ماینونه او د جګړې د مهال پاتې جګړیز توکي هر کال د سلګونو وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو ژوند اخلي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه