د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې

7 فبروري 2026
لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې

طالبانو یوه ماشومه نجلۍ چې له درې کلونو راهیسې یې د هلکانو جامې اغوستې او د هلک په نوم یې په یوه رستورانت کې کار کاوه، نیولې ده.

رخشانه: د دې نجلۍ د نیولو او پلټنو ویډو تازه په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

د دې ماشومې نجلۍ اصلي نوم نوریه او د هلک په نوم بدل نوم یې نور احمد او پلار یې محمد ګل نومېږي.

دا وايي، اصلي د غور ولایت اوسېدونکې ده او درې کاله کېږي، چې د هلکانو د جامو په اغوستلو او د هلک په نوم له حکمت الله نومي سره په هوټل کې د میاشتې په اووه زره تنخوا کار کوي.

دا ماشومه نجلۍ په دې ویډیو کې وايي، چې د بېوزلۍ او ناچارۍ «مجبوریت» له امله د هلکانو جامې اغوستې تر څو کار وکړي.

د دې ویډیو د ثبت دقیق ځای او وخت په دې ویډیو کې معلوم نه دی او د دې نجلۍ له برخلیک څخه هم کوم خبر په لاس کې نشته.
د طالبانو له لوري د دې ماشومې نجلۍ د نیول کېدو او پلټو ویډیو په خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د بشري حقونو فعالان او د ماشومانو د حقونو مدافعین، د دې ویډیو خپرېدل او د دې نجلۍ نیول او له هغې پلټنې، د افغان ښځو د «ناوریني» وضعیت بېلګه بولي.

شاعرې او خبریالې لینا روزبه حیدري د دې ویډیو خپرېدل او د طالبانو له لوري د دې نجلۍ نیولو او ترې پلټنو په اړه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، هغه یې په افغانستان کې د «میلیونونو نجونو بېلګه» چې طالبان هغوی ته د کار اجازه نه ورکوي، بللې.

په دې اړه نور ولولئ...

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

د ښوونځي وروستۍ ورځ، وروستۍ ورځ په ژړا او چیغو له ټولګي و وتو (۷)

هغې لیکلي دي: «نوریه نوریه د هغه خاورې د میلیونونو نجونو بېلګه ده، چې د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده او دا ډول باید د لوږې له امله چې طالبان د کار اجازه هغوی ته نه ورکوي، مړه شي.»

اړوندې لیکنې

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه