د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ناظره رشیدي له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه

7 فبروري 2026
ناظره رشیدي له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه

کندوز کې سیمه ییزې خبریالې ناظره رشیدي ته نېږدې سرچینې وايي، دغه خبریاله ښځه له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوې ده.

رخشانه: یوې خبرې سرچینې رخشانې رسنۍ ته ویلي، مېرمن رشیدي چهارشنبې د (سلواغې ۱۵ مه) له زندان نه خوشې شوې ده.

سرچینې په دې اړه، چې ولې ناظره د طالبانو له لوري نیول شوې وه، د امنیتي ننګونو له امله جزیات نه دي ورکړي.

ناظره رشیدي د (مرغومي ۱۶ مه) د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له خپل کور څخه تر وتو وروسته، د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوې وه.

هغه مهال د دې ښځینه خبریالې یو له خپلوانو رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، چې هغه د خپلو «رسنیو فعالیتونو» له امله نیول شوې ده.

کندوز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د سیمه ییزې خبریالې د ناظره رشیدي د نیولو خبر یوه اوونۍ وروسته تایید کړ او ادعا یې کړې وه، چې هغه او څلور تنه نورې ښځې د یوې جنايي پېښې له امله نیول شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د دې سیمه ییزې ښځینه خبریالې نیولو په خواله رسنیو پراخ غبرګونونه له ځان سره لرل. د بشري حقونو فعالانو، معترضو ښځو او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو، د طالبانو له بنده د هغې د خوشي کېدو غوښتوونکي وو.

طالبانو په څه باندې څلورو کلونو کې پر رسنیو د محدودیتونو لګولو سربېره، یو شمېر خبریالان، رسنیز کارکوونکي او فعالان نیولي او زنداني کړي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه