د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوې ځوانې ښځې ننګرهار کې د خوراکي توکو فابریکه جوړه کړه

9 فبروري 2026
یوې ځوانې ښځې ننګرهار کې د خوراکي توکو فابریکه جوړه کړه

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه.

یوې ځوانې ښځې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د خوراکي توکو، لکه اچار، مربا او کېچپ د تولید فابریکه جوړه کړه، تر څو ښځو ته د کار زمینه برابره شي.

رخشانه: د شبنم ساپۍ په نوم دغه ۲۲ کلنې ښځې، یاده کارخونه په جلال آباد ښار کې په لار اچولې ده.

شبنم وايي، دا فابریکه یې داخلي تولیداتو ته د ارزښت ورکولو او اړمنو ښځو ته د کار او کسب زمینې برابرولو په موخه جوړه کړې ده.

د شبنم په وینا، دمګړۍ په دې فابریکه کې له دې سره لس ښځې او ځوانې نجونې په کار بوختې دي.

دغه نوښتګره مېرمن له طالبانو غواړي، چې د داخلي او بهرنۍ بازارموندنې برخه کې ورسره همکاري وکړي، تر څو وکولی شي، خپل تولیدات پراخه کړي او لا زیاتې مېرمنې په کار وګماري.

د دې فابریکې دوې کارکوونکې کلثوم او روبینا خوښې دي، چې دلته په کار بوختې دي. کلثوم و ویل: «دا چې کولی شم دلته کار وکړم او له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم خوښه یم.»

په دې کارخونه کې په کار اخته مېرمنې له طالبانو غواړي، چې ښځو ته په بېلا بېلو برخو کې د کار فرصتونه او وړ اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د ښځو په وړاندې د پراخو محدودیتونو په لګولو سره، هغوی په دولتي ادارو، کورنیو او بهرنیو موسسو او خصوصي سکتور کې له کار کولو راګرځولې دي.

په دولتي او خصوصي ادارو کې یو شمېر په کار بوختې مېرمنې، چې د دې محدودیتونو د لګولو وروسته په کور ناستې وې، په خصوصي سکتور کې په پانګونې لاس پورې کړی دی.

څه موده وړاندې یو شمېر سوداګرو مېرمنو د هرات ولایت په مرکز هرات ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز جوړ کړی وو.

اړوندې لیکنې

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه