د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ، له ښوونځي د نجونو محرومیت او د افغانستان تت انځور

11 فبروري 2026
ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ، له ښوونځي د نجونو محرومیت او د افغانستان تت انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) اعلان کړی، چې له ښوونځي نجونو محرومیت د افغانستان د دردناکې راتلونکې انځور ښيي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (چهارشنبې د سلواغې ۲۲ مه) په «ساینس کې د ښځو او نجونو» نړیوالې ورځې سره سم، په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ۱۶۰۷ ورځې کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

یوناما په دې اړه لیکلي« محرومیت او له لاسه وتلي فرصتونه د افغانستان د دردناکې راتلونکې انځور ښيي، هغه راتلونکې، چې په کې نجونې او ښځې د علومو او نورو حیاتي برخو کې حضور نه لري.»

د ملګرو ملتونو دې بنسټ زیاته کړې چې په «ژورې خواشینۍ» سره دغه ورځ لمانځ او له طالبانو غواړي، چې دا محدودیت لغوه کړي.

ملګرو ملتونو (UN) پورې تړلې اېکس پاڼې هم د «نړۍ کې د بشريت د پرمختګ او راتلونکې د جوړلو» لپاره د ښځو او نجونو پر حیاتي رول ټینګار کړی دی.

دغه بنسټ لیکلي «له څلورو کلونو زیاته موده کېږي، چې افغانستان کې ښځې او نجونې له زده کړو او کار څخه منع کړای شوې دي، دغه محرومیت نه یوازې دوی څنډې ته کړې، بلکې د هېواد د پرمختګ او پراختیا مخنیوی یې هم کړی دی.»

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو باندې د زده کړو بندیز لغوه کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر هم ویلي، چې په ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ لمانځي.

دې بنټ زیاته کړې، ښځې او نجونې «له نرسانو او قابلو نیولې، تر څېړونکو پورې د هغوی فعالیت، د یوه روغ او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره حیاتي دي.

د اروپايي ټولنې دفتر په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي «ښځې باید د علم په چوکاټ کې وي.»

د طالبانو مشر د ۲۰۲۱ کال د سپټمر په ۱۷ مه، د یوه فرمان په ترڅ کې له شپږم پورته نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې وتړلې. د طالبانو د مشر دغه فرمان په نړیواله کچه غبرګونونه له ځان سره درلودل.

طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له څلورو کلونو په زیاته موده، تر اوسه د نجونو پر مخ د ښوونځیو د خلاصون په اړه اقدام نه دی کړي. همدارنګه دغه ډلې په پوهنتونونو کې هم د نجونو په زده کړو بندیز ته د پای ټکی نه دی اېښی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه