د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بلخ کې له کرنیز نندارتون څخه د ښځو د لیدنې او ګډون مخنیوی

17 فبروري 2026
بلخ کې له کرنیز نندارتون څخه د ښځو د لیدنې او ګډون مخنیوی

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو پر دوام دغې ډلې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې، یو شمېر ښځینه سوداګرو ته د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو په یوه نندارتون کې د ګډون او لیدنې اجازه نه ده ورکړې.

رخشانه: دغه نندارون پرون (دوشنبې د سلواغې ۲۷ مه) له کرنیز سکتور څخه په ملاتړ، له داخلي تولیداتو د کارونې کلتور د دودولو او په مزارشریف ښار کې د کرنیزو او مالدارۍ لاس ته راوړنو د مشهورېدو په پار پرانستل شوی او تر چهارشنبې ورځې پورې به (د نارینه وو لیدونکو» پر مخ خلاص وي.

بلخ کې لږ تر لږه ترې تنه متشبثو ښځو رخشانې رسنۍ ته ویلي، په دغه نندارتون کې د ښځو د ګډون او له هغې د لیدنې مخنیوی د دې لامل شوی، چې هغوی پر خپل ځای د کورنۍ یو نارینه غړی، د هټیو د مدیریت او خپلو محصولاتو د پلور لپاره نندارتون ته ولېږي.

دغه نندارتون افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي دفتر (UNDP)په مالي مرسته جوړی شوی او په دې کرنیز او د مالدارۍ محصولات او ماشینونه له سلو په زیاتو غرفو کې د دریو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.

د سرچینو په وینا، ډېری له دغه غرفو ښځو ته د خپلو محصولاتو د پلور په خاطر ځانګړې شوې وې، خو طالبانو سوداګرو مېرمنو ته اجازه ورنه کړه، چې په دې نندارتون کې ګډون وکړي.
یوې مېرمنې د خپل هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، په نندارتون کې د ښځو د ګډون مخنیوي، د هغوی د محصولاتونو د بازارموندنې او مشهورېدو سیستم له ننګونو سره مخ کړی دی.

دغه ښځه وايي، په دې نندارتون کې یې د خپلو محصولاتو غرفې د مدیریت لپاره خپل ورور ورلېږلی، خو هغه د محصولاتو لپاره د بازارموندنې، مشهورېدو او پلور وړ اړتیا نه لري او په همدې خاطر یې د نندارتون په اوله ورځ هېڅ ډول پلور نه درلود.

هغې په دغه نندارتون کې د ښځو د ګډون او لیدنې د مخنیوي له امله پر طالبانو نیوکه وکړه او ویې ویل، په نندارتونونو کې د ښځو نه ګډون د خصوصي سکتور په برخه کې د ښځو هڅې او پانګونې تر اغېز لاندې راولي.

یوې بلې سوداګرې ښځې د خپل هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، له دې نندارتونه د ښځو نه لیدنه او په کې نه ګډون «په راتلونکو کې د ښځو سوداګري او پانګونه له خطر سره مخ کوي.»

په دې اړه نور ولولئ...

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

هغې زیاته کړه: «موږ په میاشتو میاشتو انتظار کاوه تر څو یو نندارتون جوړ شي او وتوانېږو خپل محصولات او خپلې وړتیاوې په کې نندارې ته وړاندې کړو، تر څنګ یې خپلو محصولاتو ته بازارموندنه وکړو، خو [طالبانو] مو له دې نندارتون څخه محرومې کړو.»

د بلخ د سوداګرو مېرمنو په وینا، طالبانو هغو ښځو ته چې د دې نندارتون لیدو ته ورغلې وې، د نندارتون د جوړېدو ځای ته د ورتګ اجازه ورنه کړه.

څو ورځې وړاندې هم یو شمېر رسنیو راپور ورکړی وو، چې طالبانو کابل کې هم ښځې د ودانیز نړیوال صنعت نندارتون ته د ښخو ورتګ ممنوع اعلان کړی وو.

طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په هېواد کې د ښخو او نجونو د حقونو او اساسي خپلواکیو په وړاندې د سختو محدودیتونو په لګولو سره، هغوی په دولتي ادارو، پوهنتونونو او کورنیو او بهرنیو موسسیو کې د کار کولو څخه منع کړې دي.

اړوندې لیکنې

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه