د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغان ښځینه لوبغاړې د جینوا ناستې د ښځو د حقونو نړیواله جایزه وګټله

18 فبروري 2026
افغان ښځینه لوبغاړې د جینوا ناستې د ښځو د حقونو نړیواله جایزه وګټله

Getty image

افغان تکواندوکارې او د بشري حقونو فعالې مرضیه حمیدي، د جینوا ناستې د ښځو د حقونو نړیوالې جایزې ګټوونکې شوه.

رخشانه: دغه جایزه نن (چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه) د بشري حقونو او دموکراسۍ لپاره د جینوا د اتلسمې غوندې په جریان کې هغې ته ډالۍ شوې ده.

افغان تکواندوکاره مرضیه حمیدي واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته فرانسې ته کډواله شوه او په دغه هېواد کې یې د تکواندو څانګه کې خپل تمرین ته دوام ورکړ.

په هغه اعلامیه کې، چې د «بشري حقونو او دموکراسۍ لپاره د جینوا ناستې» له لوري خپره شوې راغلي، مرضیه حمیدي د افغانستان د تکواندو ملي اتله وه او د ښخو د حقونو په یوه ځواکمن غږ بدله شوې ده.

اعلامیې راوړي، هغه اوس په فرانسه کې ژوند کوي او سره له دې، چې د هغې فعالیتونو ته ګواښونه متوجه وو، هغې خپل تکواندو کې خپل مسلک ته دوام ورکوي. د همدې ګواښونو له کبله هغه شپه او ورځ د پولیسو تر خوندیتوب لاندې ده، خو له دې ګواښونو سره سره، هغې شا تګ ونه کړ.

حمیدي د سپورت او خپلو مدني فعالیتونو له لارې، د عدالت، خپلواکۍ او هرې ځوانې نجلۍ لپاره چې د غږ پورته کولو جرآت کوي، مبارزې ته دوام ورکوي.

هغې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې خپل کتاب « Ils n’auront pas mon silence» (دوی به زما چوپتیا ونه لري) خپور کړ، هغه کتاب چې د هغې د ژوند د لارې او مبارزو زړه راښوونکې کیسې بیانوي او همدارنګه د هغو ښځو استقامت چې نه غواړي له ټولنې څخه لرې شي.

مرضیې حمیدي دغه جایزه په «افغان ښځو پورې تړلې» وبلله ویې ویل «طالبانو زما په وطن کې جنسیتي توپیر دوه برابره کړی دی. ښځې له ټولنې حذفېږي. نړۍ نه شي کولی له ټولو برخو د افغان ښځو له محرومیت څخه سترګې پټې کړي. زه ویاړم چې د ښځو د حقونو او د افغانانو د خپلواکۍ د بېرته راګرځولو په مبارزه کې دا جایزه منم.»

حمیدي به د سږ کال د بشري حقونو او دموکراسۍ لپاره د جینوا ناسته کې د چین، روسیې، ایران، شمالي کوریا، هانګ کانګ، بېلاروس، زمبابوې او نورو دیکتاتوري حکومتونو د سیاسي مخالفینو، فعالانو، قربانیانو او د سیاسي بندیانو د خپلوانو سره یو ځای ګډون وکړي. له هغه کسانو سره، چې په خپلو هېوادونو کې به د بشري حقونو د سرغړونو په اړه شاهدي ورکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

په دې غونډو او د جایزو په مراسمو کې به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ملګرو ملتونو سفیران، پخواني سیاسي بندیان، د بشري حقونو فعالان او خبریالان ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو پر سازمان د څار اجرائیه مدیر هلیل نویر وايي، مرضیه حمیدي د هغه رژیم پر وړاندې چې هڅه کوي ښځې د شتون له عرصې لرې کړي یوه سرتېرې ده.

هغې زیاته کړې «له مرضیې په لمانځنې سره موږ د هغو میلیونونو افغان ښځو لپاره رڼا خپروو چې چوپه خوله او مظلومې دي. هغه به ماته نه شي او نن موږ د مرضیې حمیدي سره ولاړ یوو تر څو ډاډ تر لاسه کړو، چې طالبان د هغې د غوسې غږ واوري.»

نویر پر دوام ټینګار کړی، چې طالبانو د ښځو غږ او د هغوی څېرې ممنوع کړې او په عمومي ژوند کې یې د هغوی شتون په بشپړه توګه منع کړی او دا ښکاره جنسیتي توپیر دی.

اړوندې لیکنې

قومي پاکونه څه ده؟ (درېیمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (درېیمه برخه)

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه