د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کلېنټون طالبانو د ښځو د ځپلو تر ټولو سختې بېلګې روانې کړې

18 فبروري 2026
کلېنټون طالبانو د ښځو د ځپلو تر ټولو سختې بېلګې روانې کړې

رویترز

ديد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ وزیرې هېلاري کلېنټون ویلي، په نړۍ کې د ښځو د ځپلو تر ټولو سخته بېلګه طالبانو په افغانستان کې روانه کړې ده.

رخشانه: د مېرمن کلېنټون مقاله د «ښځو حقونه، دموکراتیک حقونه دي» تر عنوان لاندې تازه په «Foreign Affairs» ورځپاڼه کې خپره شوې ده.

هغې په خپله مقاله کې لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته ښځې پوهنتون ته له تګ، په دولتي ادارو کې له کار کولو او مسلکي فعالیتونو منع شوې او نجونې له منځنۍ زده کړو محرومې شوې دي.

کلېنتون لیکلي، طالبان د اسلامي ارزښتونو او ملي هویت د خوندیتوب په ادعا سره دغه محدودیتونه پر ښځو لګولي، خو د هغوی اصلي هدف، دا دی، چې ښخې معلوماتو، عاید او سیاسي نفوذ ته له لاسرسي محرومې کړي او د عامه ځایونو څخه د نفوس نیمايي برخې له منځه وړلو سره خپل کنټرول ټینګ کړي.

نوموړې خبردای ورکړ چې د نورو استبدادي رژیمونو مشران هم له دې کړنلارو زده کړه کوي، تر څو په ټولنه ډېر کنټرول ولري. هغه د ایران، چین، روسیې او پولنډ په څېر هېوادونو کې د واکمنو کړنلارو ته اشاره کړې، چېرې چې ښځې له عامه ساحې ایستل کېږي یا تر فشار لاندې راوستل کېږي.

کلېنټون لیکلي، استبدادي رژیمونه په منظمه توګه د ښځو حقونه کمزوري کوي، ځکه پوهېږي، چې د ښځو ګډون د دموکراسۍ محرک دی او هم د استبداد پر وړاندې خنډ، دا ځپنه هم ایډیولوژیکه هم هم تکتیکي ده.

د امریکا پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړي، چې «په ټولو کلتورونو او براعظمونو کې ښخې د دموکراسۍ ملاتړې دي او استبداد کوونکي هغوی د واک د راټولولو لپاره د ستراتېژۍ د یوې برخې په توګه په نښه کوي.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هغې ویلي، نن ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو پر حقونو، فرصتونو او په ټولنه کې د بشپړ ګډون برید په ښکاره له پامه غورځول شوی دی او «د یوه اصلي بحران په توګه د ښځو سره ظلم له پامه غورځول په حقیقت کې تضمینوي، چې د دیموکراسۍ تخریب به بې کنټروله دوام ولري.

کلېنټون دود، د ښځو د ځپلو لپاره د یوې وسیلې په توګه بیان کړی او ویلي یې دي «ډېری استبدادي واکمنان د کورنۍ ارزښتونو، کلتوري دود، مذهب او ملي هویت د دفاع په توګه د ښځو خپل توجېه کوي، یوه داسې تګلاره چې په ټولنیزه او اخلاقي توګه انګازې کوي او د استبدادي ځواک مشروعیت پیاوړی کوي.»

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه