د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د بدخشان ولایتي روغتون کې د ښځو لپاره د رحم نلونو بندول منع کړي دي

24 فبروري 2026
طالبانو د بدخشان ولایتي روغتون کې د ښځو لپاره د رحم نلونو بندول منع کړي دي

عکس: رسانه‌ی رخشانه

رها آزاد

طالبانو بدخشان ولایت کې د ښځو لپاره د امیندوارۍ څخه د مخینوي په پار د رحم نلونو  یا «توبکتومي» بندولو عملیات منع کړي دي.

د بدخشان مرکز فیض آباد ښار په ولایتي روغتون کې لږ تر لږه دوه روغتیايي سرچینو او درې ښځو، چې د دې ډول عملیاتو لپاره دې روغتون ورغلې وې، هغوی ته اعلان شوی، چې دا کار  «ګناه» ده.

یوې ډاکترې، چې کابو اته کاله یې د بدخشان ولایتي روغتون د ښځو او زېږون څانګه کې کار کړی وویل، طالبانو په وار وار ورته ویلي: «ولې دا ډول عملیات کوۍ؟ پرېږدۍ، چې اسلامي نسل زیات شي.

دغه ډاکتره، چې روخشانې رسنۍ سره یې خبرې کړې، په دې راپور کې د سمیه بهار په (مستعار) نوم یادېږي او وايي: «د سږ کال د وري میاشت کې د فیض آباد ولایتي روغتون ته امر شوی، چې د امیندوارۍ د دایمي مخنیوي لپاره نور جراحي عملیات ونه کړي. موږ هم تر لاس لاندې یو، اړیو چې متابعت یې وکړو.»

رحم نلونو بندول د دایمي امیندوارۍ د مخنیوي لپاره یو ډول جراحي عملیات دي. په دې پروسه کې د ښځې د فالوپ نلونه (هغه نلونه، چې تخمې له تخمدان څخه رحم ته لېږدوي) بند یا پرېکېږي، تر څو تخمې ونه شي کولی له سپرم سره ترکیب او د امیندوارۍ مخنیوی وکړي.

د ډاکترانو په وینا، دغه پروسه هغه مېرمنو ته توصیه کېږي، چې نور نه غواړي اولاد وزېږوي یا هم ورته د مخنیوي نورې کړنلارې مناسبې نه دي. د دې پروسې اغېز تل پاتې وي او بیا نه راګرځي.

سمیه بهار وايي، ډېرې ښځې ورته راځي او په رښتیا هم جدي ستونزې لري، خو د اړتیا سره سره، د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د ممنوعیت په دلیل، دوی نه شي کولی په دې ډول عملیاتو لاس پورې کړي.

هغې ویلي: «کله چې ښځې د خپل بدن په اړه د پرېکړې اجازه نه لري، روغتیايي او رواني ستونزې څو برابره کېږي. موږ وینو، چې له مناسبې فاصلې پرته، پرلپسې زېږون د مور او ماشوم روغتیا له خطر سره مخ کوي او پر کورنیو اقتصادي او ټولنیز فشارونه لا زیاتوي. محدودیتونه او کله کله د ښځو خپلې ستونزې د دې لامل کېږي، چې ښځې ان ونه شي کولی د مخنیوي یا ساده درملنې څخه ګټه واخلي او دا وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی.»

افغانستان د مور او ماشوم د مړینې له پلوه په نړۍ کې تر ټولو لوړه شمېره لري. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل وروستي راپور کې په همدې اړه ویلي دي، په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې ګواښ د زیاتېدو په حال کې دي.

روغتیايي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي د کمښت تر څنګ روغتیايي مرکزونو ته د رسېدو لپاره سختې لارې، د درملنو کمښت او د ښځو ژر ژره او له اندازې زیات زېږون، په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې له اصلي لاملونو بلل شوی دی.

د بدخشان ولایتي روغتونو د مور او زېږون په څانګې کې د ثنا ستایش (مستعارنوم) په نوم قابلې هم رخشانې رسنۍ ته تایید کړې، چې طالبانو دا ډول کار منع کړی دی.

د ثنا په وینا، دې ډول مخنیوي د ښځو لپاره ګڼې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

د دواړو سرچینو په وینا، طالبانو د فیض آباد دولتي روغتون کې ښځینه ډاکترانو ته خبرداری ورکړی، چې هغو مېرمنو ته هېڅ ډول روغتیايي خدمات وړاندې نه کړي، چې د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره د رحم نلونو بندول غواړي، ځکه دغه ډله دا کار په اسلامي شرعت کې «ګناه» ګڼي.

طالبانو ویلي، یوازې هغه وخت د دې ډول عملیاتو اجازه ورکول کېږي، چې د مور ژوند د مرګ له ریښتیني خطر سره مخ وي.

خو ثنا ستایش ویلي: «ان کله چې وینو ښځې په جدي ستونزو او خطرونو سره مراجعه کوي، دغه محدودیتونه د دې لامل کېږي، چې له ښځو سره د مرستې لپاره زموږ کار هم ناکام شي، خو بله چاره نه لرو.»

«اړ یم، چې بل کال یو بل ماشوم نړۍ ته راوړم»

شپږ ورځني ماشوم یې بې له ځنډه ژاړل او یو نیم کلن ماشوم یې چې یخنۍ وهلی د هغې تر څنګ ویده شوی وو. په (مستعار نوم) ۳۶ کلنه مرضیه یوه اوونۍ وړاندې د رحم نلونو د بندولو په پار له کلي فیض آباد ته راغلې ده. مرضیه چې د کران او منجان ولسوالۍ څخه د بدخشان مرکز ته راغلې، د خپلې دې تجربې په اړه و ویل: «له کران او منجان ولسوالۍ څخه یوازې د دې لپاره راغلې یم، چې نلونه مې وتړم، ځکه نور د اولاد راوړلو توان نه لرم، خو ډاکترانو راته و ویل، چې طالبانو دا ډول عملیات بند کړي دي، خدای دې طالبانو ته سزا ورکړي، چې د بېچاره میندو له دوردونو بې خبره دي.»

مرضیې له اته تر لسو ساعتونو لار وهلې تر څو فیض آباد ته ورسېږي. هغې ویلي دي «په هغه کلي کې چې موږ ژوند کوو، هېڅوک د زېږون لپاره روغتیايي مرکز ته نه ځي او په کورو کې زېږون کوي. زه فیض آباد ته راغلې، ځکه غوښتل مې عملیات وکړم. له دومره لرې راغلې یم، پیسې مې لګولې تر څو د اولاد راوړلو او لویولو له دې غمه خلاصه شم، خو نه شوه، ناهیلې کور ته ځم او بیا مجبوره یم، چې بل کار یو بل ماشوم نړۍ ته راوړم.»

مرضیه نه شي کولی د زېږونو تر منځ واټن لپاره کړنلارې وکاروي. ځکه وېرېږي چې دا کار له هغې جملې د امیندوارۍ د مخینوي ګولۍ کارول ورته لا زیاتې روغتیايي ستونزې جوړوي.

مرضه د اتو اولادونو مور ده، څلور لوڼې او څلور زامن. د خپلې امیندوارۍ دوران سخت او ستونزو ډک بیانوي: «د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره مې چې هره لار کارولې، زیان یې راته کړی. نه د خوړو لپاره کافي دوډس لرو، نه کار لرو، نه ښه ژوند لرو، ښه نو دا دومره اولاد څه کړم؟ ټول وږي، تږي او لوڅې پېښې غټېږي.»

د مرضیې او کورنۍ ژوند یې په کرنې او مالدارۍ پورې تړلی. نوموړې ویلي، خاوند یې شپون دی او مشر ۱۸ کلن زوی یې هم د خلکو په ځکمو کې کار کوي.

هغې زیاته کړې: «ډاکترانو ته مې و ویل غواړم عملیات شم او خپل نلونه بند کړم، خو هغوی و ویل، لاړه شه لومړس له صحت عامې نه یوه تاییدي راوړه، وروسته به دې عملیات کړو، موږ له تایید پرته ستا عملیات نه شو کولی، ځکه بند کړي یې دي… نه څوک پېژنم او نه هم واسطه لرم، مجبوره یم بېرته ولاړه شم.»

په هغه راپور کې چې د سږ کال د غواړيي میاشت کې رخشانې رسنۍ د مرضیې د استوګنځای څخه خپور کړ، ګڼو سرچینو ویلي وو، چې د بدخشان ولایت په لرې پرته او غرنۍ «کران او منجان» ولسوالۍ کې د مور او ماشوم مړینه په یوه عادي امر اوښتې ده. سرچینو په دې راپور کې ویلي وو، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره نور د ماشوم مړینه یا د زېږون پر مهال د مور له منځه تلل ټکان ورکونکې نه ده.

د رخشانې رسنۍ ارزونې ښيي، احتمال لري چې دغه ډول عملیات په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې او په پټه تر سره کېږي، خو مرضیه وايي، په خصوصي مرکزونو کې د هغې عملیات مالي توان نه لري.

په دې اړه له نړیوالو روغتیايي بنسټونو سره، چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې کار کوي د خبرو لپاره زموږ هڅې بې پایلې پاتې شوې. همدارنګه د طالبانو مسوولو بنسټونو هم په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان په مخکني حکومت، د مور او نو زېږدي د مړیني د مخنیوي، د زږونونو تر منځ د روغې فاصلې رامنځ ته کولو او د پرلپسې امیندوارۍ څخه د مخنیوي په پار، د «کورنۍ د تنظیم» تر نامه لاندې پروګرامونه تر سره کېدل. د رسنیو له لارې پوهاوی او په یو شمېر دولتي روغتیايي مرکزونو کې د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره د توکو وړیا ورکول، د دې کمپاین یوه برخه وه.

په (مستعار نوم) ۳۵ کلنه قمرګل د فیض آباد د دشت قرغ اوسېدونکې هم له همدې ستونزې سره لاس او ګرېوان ده. هغه وايي، نور د اولاد راوړلو توان نه لري، خو اړ ده، چې د زږون تر منځ ته د واټن راوړلو لپاره ځینې کړنلارې وکاروي، که څه ډېرې ورته سختې او له ستونزې ډکې تمامېږي.

هغې و ویل: «آخري اولاد مې پنځه کلن دی، خو که اوس هم مخنیوی ونه کړم، حمل اخلم، خو باور وکړۍ، چې د دې شپږو اولادونو په خوړو او جامو پورې اړ او حیرانه یم. هغه کړنلارې، چې د مخنیوي لپاره کارول کېږي، له هغو مې ګټه اخیستې، نه ملا راپاتې ده او نه پښې، ډېرې ستونزې یې را جوړې کړې، اوس عملیات هم نه کوي.»

قمرګلې ویلي دي، درې میاشتې وړاندې یې د امیندوارۍ د دایمي مخنیوي لپاره دولتي روغتون ته مراجعه وکړه، خو ډاکترانو هغې ته و ویل، چې طالبانو دا ډول عملیات کول بند کړي دي.

قمرګل چې لومړی اولاد یې په شپاړس کلنۍ نړۍ ته راوړی، نن ورځ د شپږو اولادونو مور ده: «د خاوند مې یو لاس معیوب دی او د کار کولو دومره توان نه لري، مشر زوی مې کار کوي، لاسي توکي پلوري، خو ژوند سخت دی.»

په دې اړه نور ولولئ...

«کور مې وسوځېده، پنځه کاله لالهاندي» د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د یوې ښځینه پولیسې دوزخي ژوند

ننګرهار کې د یوه کور د چت لوېدو د څلورو ماشومانو یو سړي ژوند واخیست

د فیض آباد ښار په یوه بله څنډه کې د پنځو اولادونو لرونکې یوه بله مور، چې د خلکو په کورونو کې د جامو وینځلو او پاکوالي له لارې لګښت چمتو کوي هم وايي، غوښتل یې د خپل رحم نلونه بند کړي، هم د ممنوعیت په دلیل نه ده توانېدلې، چې د دې ډول عملیاتو لپاره اقدام وکړي.

هغې ویلي: «لورکۍ مې د درې میاشتو ده، کله مې چې زېږون رانېږدې شو، روغتون ته ولاړم او مې ویل، غواړم عملیات شم، ځکه غوښتل مې له دې لارې هم ماشوم وزېږوم او هم مې نلونه بند کړم، خو ډاکترانو ونه منله، ویل یې نور دا کار غیر قانوني دی.»

له طالبانو وړاندې په افغانستان کې دغه ډول عملیاتونه نه یوازې ممنوع نه وو، بلکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ښځو لپاره د امیندوارۍ څخه د مخنیوي په پار په ډېری روغتیايي مرکزونو کې وړیا امکانات وړاندې کول.

دا ۳۳ کلنه مور، چې ښه یې وبلله په دې راپور کې یې نوم وانخستل شي وايي، له واده یې اتلس کلونه تېرېږي او تر اوسه یې د سقط جنین درې تجربې هم لیدلې: «دا پنځه اولادونه مې په زرګونه ستونزو او درملنې نړۍ ته راوړل، چې له ځانه هم ورته تېره شوم، خو نور نه اقتصادي توان لرم او نه مې هم بدن یاري کوي.»

اړوندې لیکنې

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه
خبر

ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراخ بنسټ حکومت د زمینې جوړېدو غوښتنه وکړه

26 جولای 2026
دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله
خبر

دایکنډي کې یوه پلار خپله لور له «کوره د تېښتې» په خاطر په بادي ټوپک و وژله

26 جولای 2026
افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي
دسته‌بندی نشده

افغانستان د قیمتۍ تر فشار لاندې، خلک به یې تر کومې وزغمي

24 جولای 2026
۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ
خبر

۱۴ هېوادونو د بشریت ضد جرم معاهده کې «افغانستان کې د جنسیتي توپیر» ځایولو له طرحې ملاتړ وکړ

22 جولای 2026
هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه
دسته‌بندی نشده

هرات کې د طالبانو له نیولو د یوې ځوانې ښځې د لومړي لاس کیسه

22 جولای 2026
د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي
خبر

د نورستان سېلابونو کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه مړه شوي

21 جولای 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه