د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هانا نیومن: د طالبانو د جنسیتي توپیر په اړه چوپتیا، له دې ډلې سره ملګرتیا ده

25 فبروري 2026
هانا نیومن: د طالبانو د جنسیتي توپیر په اړه چوپتیا، له دې ډلې سره ملګرتیا ده

د ارپايي ټولنې د پارلمان غړې هانا نیومن وايي، دغه ټولنه باید د طالبانو د جنسیتي توپیر د سیستم په اړه غبرګون وښي، ځکه د هغې په وړاندې چوپتیا، له دې ډلې سره ملګرتیا ده.

رخشانه: مېرمن نیومن نن (چهارشنبې د کب ۶ مه) په اېکس پاڼه د یوې وینا په خپرولو سره ویلي، قانون باید له خلکو ساتنه وکړي، خو اوس په افغانستان کې قانون د غلامۍ او له عمومي صحنې څخه د ښځو د لرې کولو لپاره کارول کېږي.

مېرمن نیومن د طالبانو د جزايي اصول نامې په تړاو، چې په دې وروستیو کې توشېح شوې ویلي، دا نوې اصول نامه ډېره وحشتناکه موضوع څرګندوي، هغه دا چې ښځې په ټول افغانستان کې، نه په کارو نه په ښوونځي او نه په ټولنیز ژوند کې په رسمي ډول برابر حق نه لري.

هغې ویلي: «ښځې له کاره ګرځول شوې، نجونې له زده کړو محرومې دي او هېڅ یوه نه شي کولی له محرم پرته تګ راتګ وکړي. دا یوازې محدودیت نه دی، دې د هغوی خپلواکي له منځه وړې او له غلامۍ دفاع کوي.»

مېرمن نیومن ټينګار کوي، چې د طالبانو د نوي قانون ځینې ناڅرګند برخو اخلاقي مسایل په جرم اړولي او اوس ان خبرې کول او له کوره وتل هم جرم ګڼل کېږي او جرمونو د خلکو په وړاندې له دورو وهلو، وهلو ټکولو او ان زنداني کولو سره مل دي.
د اروپايي ټولنې د دې غړې په وینا، د طالبانو دا قانون د دې لپاره نه دی، چې له ټولنې ساتنه وکړي، بلکې یوازې د دې لپاره دی، چې خلک اطاعت کولو ته چمتو کړي.

مېرمن نیومن وايي، هغه څه چې طالبان یې افغانستان کې تر سره کوي، د کلتور او دین مسله نه ده، بلکې جنسیتي توپیر یو قانوني سیستم دی او اروپايي ټولنه باید ځواب ورکړي.

هغې زیاته کړې: «دا د کلتور مسله نه ده، دیني مسله هم نه ده، دا د جنسیتي توپیر یو قانوني سیستم دی او اروپايي ټولنه باید ځواب ورکړي. د مسوولو کسانو په وړاندې د بندیزونو په نښه کولو او په پای کې د جنسیتي توپیر د انسانیت ضد جرم په توګه پېژندلو او د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ کولو سره. ځکه چوپتیا بې پرېتوب نه دی، دا په جرم کې ګډون دی.»

دا غبرګون پر داسې حال رامنځ ته کېږي، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې مشرې آنالنا بربوک، د دې سازمان د بشري حقونو شورا په ۶۱ مه ناسته کې، د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړاوي په وړاندې د زغم سیاست په اړه خبرداری ورکړ.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هغې زیاته کړه، نه باید دا تریخ درس بیا زده کړو، چې د ښځوحقونو د یوې ټولنې یا ان د نړۍ د وضعیت د سنجولو معیار دی.

مېرمن بربوک ویلي، که چېرې مېرمن د نړۍ د نیم نفوس، یعنې څلور میلیارد انسانان په امنیت کې نه وي، هېڅوک به په امنیت کې نه وي.

نوموړې د بشري او ښځو د حقونو په برخه کې سخت شاه تګ ته په اشارې سره د ملګرو ملتونو له غړو د اقدام غوښتنه وکړه.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه