د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: د راستنو شویو افغان کډوالو یو په درېیمه برخه ښځې او ماشومان دي

25 فبروري 2026
یوناما: د راستنو شویو افغان کډوالو یو په درېیمه برخه ښځې او ماشومان دي

عکس: یونیسف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) اعلان کړی، چې د راستنو شویو افغان کډوالو شاوخوا یو په درېیمه برخه ښځې او ماشومان دي.

رخشانه: دغه بنسټ نن (چهارشنبې د کب ۶ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، په تېرو دوه کلونو کې کابو ۵ میلیونه وګړي، چې هېواد د نفوس نېږدې ۱۰ سلنه جوړوي، افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي، دغه رجحان تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو څخه د اجباري کډه کولو او د کډوالۍ د سختو محدودیتونو د پلي کېدو له آمله رامنځ ته شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې کابو ۲.۷۸ میلیونه افغان وګړي هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې له ایران څخه شاوخوا (۱.۸۸ تنه) او له پاکستان څخه (۸۹۹ زره تنه) دي.

د یوناما په وینا، له ایران او پاکستانه د رایستل شویو کډوالو څخه ۲.۳ میلیونه تنو رسمي اسناد نه درلود او ۴۸۴ زره کسان د باوري اسنادو لرونکي وو.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي، ښځې، نجونې او ماشومان تر ډېره له زیات خطر سره مخ دي. د راستنو شویو کډوالو کابو یو په درېیمه برخه ښځې او نجونې دي.
یوناما ټینګار کړی، چې تر ۱۷ کلنۍ ټیټ عمره په ځانګړې توګه بې سرپرسته او له کورنیو جلا شوي ماشومان، د خوندیتوب بېړني ملاتړ، د کورنیو د موندلو خدماتو او رواني- ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو او مرستندویه بشري بنسټونو د بېړنیو مرستو د چمتو کولو لپاره د همغږۍ هڅې ګړندۍ کړې دي. خو له دې سره سره بحران له شته ظرفیت څخه څو برابره لوی دی. د بودیجې سخت کمښت د دې لامل شوی، چې مرستې ټولو اړمنو کسانو ته بسندویه نه وي.

یوناما د سرپناه په برابرولو، د خوړو د خوندیتوب پیاوړتیا، د استوګنې ملاړ او د دوامداره بیا یو ځای کېدو پروګرامونو پلي کولو باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي، د اوږد مهاله ملاتړ نشتوالی د زیان مننې او ټولنیزې بې ثباتۍ ګواښ زیاتوي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه