د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

 بنټ: افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی

26 فبروري 2026
 بنټ: افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی

LYNZY BILLING

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنسټ وايي، افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو او ښځینه متخصصینو له کمښت سره مخ دی.

رخشانه: دغه راپور نن (پنشنبې د کب ۷ مه) په «افغانستان کې روغتیا ته د ښځو او نجونو د لاسرسي حق» تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱ مه غونډه کې وړاندې شوی دی.

بنټ په دې راپور کې لیکلي، د بشري سرچینو کمښت یوه جدي اندېښنه ده، په ځانګړې توګه د ښځینه روغتیايي کارکوونکو او متخصصیونو لپاره په تخصصي برخو یا بېړنۍ پاملرنې کې. هغه و ویل، د متخصص پرسونل پراخه کډوالي د اقتصادي عواملو او ظالمانه سیاستونو له امله رامنځ ته شوی دی.

د دې راپور پر بنسټ ښځې په افغانستان کې یوازې ۲۷ سلنه غیر متخصص ډاکتران، ۱۸ سلنه متخصص ډاکتران او ۲۹ سلنه نرسانې جوړوي.

راپور کې راغلي، د طالبانو سیاستونه چې د ښځو په عمومي ژوند کې یې زده کړه، کار، تحریک او ګډون په نښه کوي، د افغانستان روغتیايي سیستم ته سخت ګذار ورکړی دی.

نوموړي په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د طب په څانګه کې د ښځو او نجونو ممنوعیت ته په اشارې وايي، دغه محدودیتونو نه یوازې د اوسنیو روغتیايي خدماتو وړاندې کول ګډوډ کړي، بلکې د دې څانګې راتلونکې ستنې کمزورې کوي.

هغه خبرداری ورکړی، چې په روغتیاي برخه کې کارکوونکې ښځې تقاعد کېږي، کډوالې کېږي یا په زور له ندې ګوښه کېږي، چې ټولې ټولنې- په ځانګړې توګه په کلیوالي او محرومو سیمو کې – د روزل شویو کارکوونکو پرته چې د خوندي او منلو وړ پاملرنې چمتو کولو توان ولري.

بنټ پر دوام لیکي، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لوړ دی، که څه هم د ښځو لاسرسی د نارینه وو په پرتله ټیټ دی او د ښځو لاسرسی تر ډېره د طالبانو له لوري د تپل شویو محدودیتونو په رعایت کولو پورې تړلي.

دی وايي، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، د بهرنیو مرستو کمښت د روغتیا څانګې لپاره بېړنۍ پایلې درلودې. هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه تړلو ته اړ شوي، ټولنیزو، ښوونیزو او ملاتړو فعالیتونو ته د ناروغانو راجع کول د پوهاوي پروګرامونه هم کم شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

بنټ د افغانستان وضعیت بحراني بللی وايي، روان میلادي کال ۲۱.۹ میلیونه وګړي بشري دوستانه مرستو ته اړتیا لري، چې له هغې ډلې یې ۱۴.۴ میلیونه د روغتیا په حوزه کې مرستې ته اړ دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه