د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بنټ: طالبان په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې جنسیتي جلاوالی پلی کوي

26 فبروري 2026
بنټ: طالبان په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې جنسیتي جلاوالی پلی کوي

عکس: شبکه‌های اجتماعی

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي په یوه یوه راپور کې ویلي، طالبان په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې جنسیتي جلاوالی پلی کوي.

رخشانه: دغه راپور نن (پنشنبې د کب ۷ مه) په «افغانستان کې روغتیا ته د ښځو او نجونو د لاسرسي حق» تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱ مه غونډه کې وړاندې شوی دی.

بنټ په خپل راپور کې لیکلي، د طالبان د جنستي جلاوالي پلي کولو سره، ښځې او نجونې باید په جلال جلا ځایونو کې خدمات تر لاسه کړي او ښځینه کارکوونکې باید له خپلو نارینه همکارانو بېلې وي. په هغه مواردو کې چې ښځینه ناروغه نارینه ډاکتر ته اړتیا لري، باید محرم ورسره وي او د خپل محرم له لارې د ډاکتر سره اړیکه ونیسي.

هلمند کې یوې روغتیايي کارکوونکې ویلي: «موږ ته اجازه نه راکول کېږي، چې د روغتون له نارینه ساتوونکو، موټرچلوونکو یا په ټول کې له نارینه وو سره خبرې وکړو، مګر د مطلق اړتیا په صورت کې. خو که چېرې دا کار تر سره کړو، د طالبانو استخباراتیان یا محتسبان راځي او له موږ پوښتنې کوي. لومړی ځل خبرداری راکوي او دویم ځل مو له کاره باسي.»

د راپور پر بنسټ جنسیتي جلاوالی د روغتیا په حوزه کې د ښځینه متخصصینو کار ګډوډوي. په داسې ډول چې په ځینو مواردو کې ان له خپل نارینه همکار سره له تلېفوني اړیکې هم منع کېږي. دغه محدودیتونه د تخصصې سلا مشورو، مسلکي نظارت او کاري پراختیا فرصتونه کموي او د درملیزه خدماتو د کیفیت لپاره پراخې پایلې لري.

بنټ په خپل راپور کې لیکلي، طالب ځواکونه په فعاله توګه جنسیتي جلاوالی څاري.

نوموړي لیکلي، د طالبانو محدودیتونو، په عمومي ژوند کې د ښځو ګډون، ښوونیز پرواګرامونه، د میندو روغتیا، کورنۍ د تنظیم، حفظ الصحې، تغذیې او ټولو حیاتي موضوعاتو کې روغتیايي پوهاوی خورا کم کړی دی.

هغه پر دوام لیکي، جنسي او د زېږون روغتیايي خدماتو ته لاسرسی، چې تل په افغانستان کې یوه حساسه مسله ده، د طالبانو د واکمنۍ لاندې سخت محدود شوی، چې د ښځو خپلواکي او روغتیا یې زیانمنه کړې ده.

دغه راز بنټ لیکلي، طالبانو په ځینو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونو او درملتونو ته امر کړی، چې د امیندوارۍ د مخنیوي وسایل وړاندې نه کړي. روغتیايي کارکوونکو بنټ ته ویلي، طالبانو دوی ته خبرداری ورکړیو چې معلومات یا د کورنۍ د تنظیم خدمات وړاندې نه کړي.

د بنټ د راپور له مخې، ښځې او نجونې میاشتني عادت د روغتیا ساتنې او حفظ الصحې برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي. بېوزلۍ د حفظ الصحې محصولاتو ته لاسرسی محدود کړی او ډېری یې د ناوړ موادو کارولو ته اړویستې، کوم چې د انتان ګواښ زیاتوي.
هغه لیلکي، ډېری ښځې او نجونې د ناتوانۍ په دلیل د حفظ الصحې برخه کې د شرم احساس کوي، چې دغه امر په ټولنیزې انزوا او رواني فشارونو تمامېږي.

د بنټ په راپور کې راغلي، د مخکني حکومت پر مهال افغانستان کې د جنین سقط یوازې په ځانګړو شرایطو او د مور د ژوغورنې لپاره جایز وو.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

همدارنګه بنټ وايي، روغتیايي کارکوونکو راپور ورکړی، چې د جنین سقط په ډېرو محدودو شرایطو کې، تر ډېره په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې، هغه هم په لوړ لګښت تر سره کېږي. هغه موضوع چې یو شمېر ښځې یې اړ کړې د دې کار تر سره کولو لپاره ناخوندي کړنلارو ته مخه کړي.

ده زیاته کړې، د طالبانو له لوري د مخکینیو قوانینونو ځنډول، ټولنیزې بدنامۍ او د پایلو وېره روغتیايي پاملرنې ته په وخت لاسرسی ستونزمن کړی، چې د میندو د پېچلتیاوو او مړینې خطر زیاتوي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه