د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ثریا دلیل: افغان ښځې او نجونې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي

27 فبروري 2026
ثریا دلیل: افغان ښځې او نجونې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پخوانی وزیرې ثریا دلیل ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسی برخه کې له ژورو ستونزو سره مخ دي.

رخشانه: آغلې دلیل دغه څرګندونې پرون (پنشنبې د کب ۷ مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱ مه غونډه کې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د راپور له وړاندې کولو وروسته بیان کړې.

نوموړې د طالبانو له لوري د ښځو په تګ راتګ، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر فعالیت، او په طبي برخه کې د ښځو او نجونو د زده کړې ممنوعیت او محدودیتونو ته په اشارې وايي، دغه محدودیتونه د روغتیايي خدماتو حق ته د ښځو او نجونو د لاسرسي مخنیوی کوي.

هغې په افغانستان کې د یوې روغتیايي ښځینه کارکوونکې له قوله ویلي: «یو روغتیايي نظام نه شي کولی، د هغه نیمايي ځواک په لمنځه وړلو سره دوام وکړي، که وضعیت همداسې روان وي، پایلې به یې نه یوازې نننۍ ښځې، بلکې راتلوونکي نسلونه هم اغېزمن کړي.»
ثریا دلیل جینوا کې د خپلې وینا پر مهال « د افغان ښځو او نجونو د غږ په پیاوړي کولو، د افغانستان د بشري حقونو بحران، په ځانګړې توګه د جنسیتي توپیري نظام، د بنسټیزو حقونو بېرته راګرځولو، د تګ راتګ خپلواکي او د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو په ګډون د ښځو لپاره د کار کولو حق ډاډمنولو او د محکمو لپاره د جزايي اصول نامې په لغوه کولو» ټینګار وکړ.

هغې په دې غونډه کې و ویل: «یوازې فشارونه بسندوی نه دي، د افغان ښځو پر غږ تمرکز او پیاوړي کول مهم دي، کله چې افغان ښځې په نړیوالو پلېټ فارمونو کې وینا کوي، دوی هغه خطرناکه کیسې ماتوي، چې ظلم حتمي دی، دا وضعیت حتمي نه دی، دا یو سیاسي انتخاب دی.»

د هېواد د روغتیا پخوانی وزیرې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه او په افغانستان کې یې د کلېنیکونو او روغتیايي مرکزونو په خوندي کولو او د نجونو او هلکانو د زده کړې لپاره د بدیلو لارو په جوړولو ټینګار وکړ.

همدارنګه مېرمن دلیل په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوې خپلواکې څېړنیزې کړنلارې پر پیل هم ټینګار وکړ او ویې ویل، جنسیتي توپیر باید په نړیوالو قوانینو کې د انسانیت پر وړاندې د جرم په توګه تعریف شي.

دلیل د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغوښتل، چې د ښځو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو تر مشرۍ لاندې بنسټونو ملاتړ وکړي او «ډاډ تر لاسه شي چې ښځې په مانا لرونکې توګه په افغانستان پورې تړلو ټولو خبرو اترو کې ګډون ولري.»

هغې همدارنګه د نړیوالو عدلي کړنلارو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه تر څو لاسوندونه وڅېړي، راټول یې کړي، خوندي او محاکمه یې کړي او ویې ویل، هغه سرغړونې چې روغتیا او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی اغېزمنوي، باید په منظم ډول وڅېړل شي، مستند او حل شي.

په دې اړه نور ولولئ...

سیما باهوس: له ټولنې د افغان ښځو ایستل نه باید عادي کړای شي

«د ښځو او ماشومانو د حقونو تحقیقاتي بنسټ» د طالبانو له زندانه د خپلو شپږو همکارانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه

د هېواد د روغتیا پخوانی وزیرې د محکمو لپاره د طالبانو د جزايي اصول نامې په لغوه کولو ټینګار وکړ زیاته یې کړه، د دې قانون له مخې «کورنۍ په اجرائیوي واحدونو، ټولنې په څارونکو شبکو او وګړي د ځپلو په توکو تبدیلېږي.»

هغې د خپلې وینا په پای کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ غوښتنه وکړه زیاته یې کړه، چې روغتیا، زده کړه، برابري او عزت، د هرې ښځې او نجلۍ حق دی.

اړوندې لیکنې

بشپړونکی/ د کابل لوېدیځ ته ښوونځي کې چاودنه، ۱۷ ټپي زده کوونکي روغتون ته وړل شوي
خبر

بشپړونکی/ د کابل لوېدیځ ته ښوونځي کې چاودنه، ۱۷ ټپي زده کوونکي روغتون ته وړل شوي

17 اگست 2026
د کابل دشت برچي کې یوه خصوصي ښوونځي ته نېږدې چاودنه وشوه
خبر

د کابل دشت برچي کې یوه خصوصي ښوونځي ته نېږدې چاودنه وشوه

17 اگست 2026
ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
خبر

ننګرهار او د کونړ، زابل، هرات او فراه په ۱۷ ولسولیو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

17 اگست 2026
د ننګرهار له سینده د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی
خبر

د ننګرهار له سینده د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی

17 اگست 2026
د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې
خبر

د نړۍ په څو هېوادونو کې افغان وګړو د طالبان پر ضد اعتراضي غوندې وکړې

17 اگست 2026
د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده
خبر

د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

16 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه