د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په دوه ولایتونو کې دوه تنه په دورو وهلي

27 فبروري 2026
طالبانو په دوه ولایتونو کې دوه تنه په دورو وهلي

عکس: Getty image

طالبانو د روانې اوونۍ په اوږدو کې د جنسي اړیکې او غلا په تورونو په بغلان او پکتیا ولایتونو کې دوه تنه د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: چهارشنبې د (کب ۶ مه) یو تن د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې ۳۵ دورې وهل شوی دی.
معلومه نه ده، چې دغه کس ته څومره بند سزا اورول شوې ده.

پنشنبې د (کب ۷ مه) د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یو تن د غلا په تور د خلکو په وړاندې ۲۵ دورې وهل شوی دی.

دغه کس د محکمې د پرېکړې پر بنسټ په شپږ میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوی دی.

طالبانو د روان کال په سلواغې میاشتې کې د ۲۰ ښځو په ګډون ۱۸۵ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله په ۱۴ ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

د سلواغې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د یوې ښځې په ګډون ۴۱ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، په هرات، خوست، کابل، بدخشان او غور ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.
د سلواغې میاشتې په دویمه اوونۍ کې د دو ښځو په ګډون ۹۴ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، په پکتیکا، کابل، فاریاب، لغمان، پکتیا او کاپیسا ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

سلواغې میاشتې په درېیمه اوونۍ کې د شپږو ښځو په ګډون ۲۱ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، په بلخ، اروزګان، زابل، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې په عام محضر کې وهل شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

د ښوونځي وروستۍ ورځ، وروستۍ ورځ په ژړا او چیغو له ټولګي و وتو (۷)

په څلورمه اوونۍ کې د ۱۱ ښځو په ګډون ۲۹ تنه، د بېلا بېلو تورونو له امله، په کابل، لغمان، غور، پروان، بلخ او فاریاب ولایتونو کې د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.

اړوندې لیکنې

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026
د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)
دسته‌بندی نشده

د ښوونځي وروستی زنګ؛ مور ته مې ژمنه ورکړې وه، چې ډاکتره کېږم (۶)

12 نوومبر 2026
 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)
دسته‌بندی نشده

 د ښوونځي وروستی زنګ؛ درد یوازې د ښوونځي تړلې دروازه نه، د کورنۍ کنګل ذهن هم دی (۵)

12 نوومبر 2026
افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه
دسته‌بندی نشده

افغان ښځو د طالبانو په وړاندې د درېدو له امله معتبره نړیواله جایزه تر لاسه کړه

11 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه