د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو شورا کې یوه رسنیزه فعاله: افغانستان کې پر ښځو او خبریالانو محدودیتونه زیات شوي

28 فبروري 2026
د بشري حقونو شورا کې یوه رسنیزه فعاله: افغانستان کې پر ښځو او خبریالانو محدودیتونه زیات شوي

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ کمېټې اجرائیوي مشره شګوفه دانش وايي، افغان ښځې او خبریالانې له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي.

رخشانه: دانش دغه څرګندونې تېره ورځ (پنشنبې د کب ۷ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۶۱ مه غونډه کې بیان کړې او په افغانستان کې یې د بشري حقونو د ماتېدا او بیان پر آزادۍ د محدودیتونو پراختیا په اړه خبرداری ورکړی دی.

هغه په دې ناسته کې د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له راپورونو هرکلی وکړ او د دې راپورونو موندنې یې سختې اندېښمنوونکې وبللې.

دانش پر دوام زیاته کړې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تبعیض بنسټیزه کېدو، زده کړو، روغتیايي خدماتو، کار او اساسي حقونو ته د هغوی لاسرسی په سیستماتیک ډول محدود کړی دی.

د هغې په وینا، افغانستان کې د رسنیو کارکوونکي له ۲۴ زیاتو محدودونکو لارښونو سره مخ دي، ښځینه خبریالانې تر ټولو ډېر مسلکي فشارونه او محرومیتونه تجربه کوي، هغه وضعیت چې د نوموړې په وینا، د بیان آزادۍ او عمومي اطلاعاتو ته یې لاسرسی سخت کمزوری کړی دی.

مېرمن دانش دغه راز له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمښت د بشر دوستانه بحران او د بشري حقونو د وضعیت لا خرابېدا لامل وباله.

هغې «په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک تحقیقاتي مېکانېزم د سمدستي عملي کولو او تمویل د جوړښتي جنسیتي ظلمونو د حل لپاره د هغو د پرمختګ په ګډون د بشریت ضد جرمونو په اړه د راتلونکي تړون په چوکاټ کې د جنسیتي نژادي تبعیض مفکورې شاملولو او د روانو بحرانونو د پایلو د کمولو لپاره افغانستان ته د مرستو د زیاتولو غوښتنه وکړه.»

د ښځینه خبریالانو د حق غوښتنې کمېتې د افغان رسنیو د ملاتړ سازمان کې د ملګرو ملتونو له خوا د ښځو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د ساتنې او د رسنیو د آزادۍ د سرغړونو د حساب ورکولو د ډاډمنولو لپاره د همغږۍ او عملي اقداماتو غوښټنه وکړه.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱ مه غونډه کې، چې تېره ورځ تر سره شوې، د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ارزول شوی او د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي راپورونه هم په کې وړاندې شول.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه