د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«نرګس رضايي» او د کاراټې نړیوال لوبغالي ته د رسېدو کیسه

28 فبروري 2026
«نرګس رضايي» او د کاراټې نړیوال لوبغالي ته د رسېدو کیسه

غزال محمدي

نرګس رضايي له خپل مورني ټاټوبي، چېرته چې له نجونو د هغوی د لوبو خوبونه اخیستل شوي لرې، د کراټې نړیوال لیګ پر لوبغالي د سیالۍ لپاره ولاړه ده او د نړۍ له نجونو سره اوږه په اوږه مبارزه کوي.

افغان کډواله لوبغاړې نرګس چې په ایران کې ژوند کوي، د روان کال د مرغومي میاشتې په ۱۹ مه نېټه د کاراټې نړیوال لیګ کې د خپلې مجارستاني سیالې فابیان چنګه زیتا په وړاندې میدان ته ووته. که څه هم هغې میدان خپلې سیالې ته بایلود، خو ویې ویل: «په دې سیالیو کې ګډون له ګټلو او بایللو ورپورته، یو فرصت وو تر څو ځان په نړیوالو میدان کې وآزمویم او پیاوړی یې کړم.»

د کراټه وان نړیوال لیګ لومړی پړاو د ۱۴۰۴ کال د سلواغې له ۱۹ مې تر ۲۱ مې د ګرجستان په تفلیس ښار کې جوړ شو. دغه سیالۍ د ۷۷ هېوادونو څخه د یو زر او ۲۵۷ لوبغالو په ګډون د نړۍ په تاریخ کې د کراټې تر ټولو مهمو پېښو څخه ګنل کېږي.

نرګس د کراټې وان نړیوال لیګ کې د افغانستان یوازینۍ استازې وه او دا یې په نړیوالو سیالیو کې لومړنی ګډون و چې تر شا یې پرېښود. هغې له رخشانې رسنۍ سره په خبرو دغه تجربه د خپل له ستونزو او خنډونو ډک لوبیز ژوند تر ټولو ارزښتناک پړاو وباله.

په دې سیالیو کې لوبغاړو په یوازې ځان کاتا او کومیټ ډول له یو بل سره سیالۍ وکړې او په دې منځ کې نرګس په سپینو جامو او سره ملابند سره د «ټاټامي» کراټې نړیوال لیګ کې حاضره شوه او د انفرادي کاټا څانګه کې له خپلې مجارستاني سیالې سره سیالي وکړه.

په یوازې ځان یا انفرادي توګه کاټا د کراټې لوبې یوه برخه ده، چې لوبغاړی یې په یوازې ځان له وړاندې ټاکل شوي حرکتونه د ټاټامي پر مخ تر سره کوي او لوبڅاران د بدن حرکتونه، په دقت، ریتم او کنټرول سره ارزوي.

دغه لوبغاړې نجلۍ وايي، د سیالیو دې کچې ته د رسېدو لپاره یې هره ورځ په منځنۍ توګه د ورځې څلور ساعته تمرین کاوه. هغه د سیالیو د کچې په اړه و ویل: «د سیالیو کچه خورا لوړه وه او له څو کلونو هڅو او تمرین وروسته مې په رښتیا هم تر ټولو حس درلود، چې وتوانېدم په داسې مهمو میدانونو کې ګام کېږدم. د کراټې نړیوال لیګ ته زما لار موندنه زما د کلونو هڅو، تمرین، خواریو او زما د روزونکو او کورنۍ پایله ده او ما د افغانستان د یوازینۍ استازې او لومړنۍ نجلۍ په توګه په نړیوال لیګ کې حضور وموند.»

نرګس همدارنګه د افغان ښځو او نجونو څخه د لوبو فرصتونو لاس وتلو په اشارې د کراټې په نړیوال لیګ کې خپل ګډون د هغو نجونو د امیدونو لپاره یوه څراخ وباله، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له لوبیزو فعالیتونو محرومې دي.

هغې ویلي دي: «خوښه یم چې دا لار مې پرانسته او هغوی ته مې وښوده، چې په هڅو سره کېدای شي سختې لارې شا ته پرېږدو. په نړیوال لیګ کې د ګډون او د نړۍ د کراټې په درجه بندۍ کې د ننوتلو بریالیتوب نه یوازې یو ویاړ دی، بلکې زما لپاره د لا زیاتې هڅونې انګېزه هم ده.»

دا مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې په رسمي ډول د لوبو په هېڅ ډول سیالیو کې د ګډون اجازه نه لري او ان په نړیوالو لوبو کې د هغوی د ګډون راپورونه خورا کم دي.

د طالبانو له نظره د ښځو لوبې «غیرشرعي» دي او دې ډلې په افغانستان کې د ښځو سپورت په بشپړه توګه منع کړی دی او د لوبغاړو ښځو په ځورولو یې لاس پورې کړی دی.

په وروستۍ پېښه کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د روان کال د جدې میاشتې په ۲۰ مه، د هرات په جبریل ښارګوټي کې د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړې خدیجه احمدزاده د ښځو لپاره د لوبو د یوه پټ سالون جوړولو له امله ونیوه. دا لوبغاړې ۱۲ ورځې د دې ډلې په بند کې وه.

نرګس په اصل کې د افغانستان د مرکزي بامیان ولایت اوسېدونکې ده، چې د هغې له زېږون مخکې یې کورنۍ افغانستان پریښی او ایران ته کډه شوې ده. نرګس په کال ۱۳۸۴ کې په ایران کې وزېږېده او هغې له ماشومتوبه هیله درلوده، چې د افغانستان د کراټه کوونکې ښخې په توګه د نړیوالو اتلولیو په لیکه کې ودرېږي.

هغې په لومړي ځل په ۱۳ کلنې کې دې لوبې ته مخه کړه. نرګس و ویل: «له نېکه مرغه کورنۍ مې له همغه پیله تر زما ملاتړې او هڅوونکې وه او اصلي هڅوونکی مې پلار وو، چې تل  زما لپاره په دې سخته لار کې د خپل ملاتړ سره شتون درلود او دې مقام ته رسېدو کې یې زما سره مرسته کولو کې لوی رول ولوباوه.»

په دې اړه نور ولولئ...

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو نوی قانون ښځو او نجونو ته زیان رسوي

«ژمنه يې واخیسته له کوره به نه وځم» د طالبانو له سرخوږیو د مچۍ پالونکې ملکې غنچه ګل کیسه

نرګس کې کراټه د دوه ایراني ښځینه روزونکو تر نظر لاندې مخ ته وړې ده. هغې په دې ورزش کې لږ تر لږه اووه کاله خولې تویې کړې دي. «د کراټې لوبه زما لپاره یوازې یوه سیالي نه ده. بلکې زما د شخصت د ودې او غوړېدا یوه مهمه برخه ده. دې ورزش ما ته را زده کړه، چې په سختو شرایطو کې آرامه پاتې شم، ماتې ومنم او بېرته لا پیاوړې راوګرځم.»

له دې سره په خوا کې ګڼ شمېر ښځنیه افغان لوبغاړې چې له لوبو د ممنوعیت څخه وروسته اړ شوې ایران ته کډه شي، له جدي ستونزو سره مخ دي، له هغې جملې د تمریني امکاناتو کمښت، مسلکي چاپېریال ته د لاسرسي محدود چاپېریال او کوربه هېواد له لوري نه ملاتړ. دا ستونزې د دې لامل شوې تر څو ډېرې ښځینه لوبغاړې د خپل ورزش له لارې پاتې شي.

نرګس هم د همدې ستونزو له آمله ګڼ فرصتونه له لاسه ورکړي دي. «د ملاتړ د نشتوالي او سختو شرایطو له امله چې ما درلودل، له ګڼو سیالیو پاتې شوې یم. په وروستیو کلونو کې په وار وار داسې شوي، چې ځان تر ۲۱ کلونو د ټیټ عمر نړیوالو لیګونو او آسیايي لوبو لپاره چمتو کړم، خو د هغه شرایطو له امله چې موږ افغان نجونې ورسره لاس او ګرېوان یو، ومې نه شوای کولای په دې سیالیو کې ګدون ومومم. لا هم هیله لرم، تمرین کوم او باور لرم، چې یوه ورځ به د خپل هېواد بیرغ پورته کوم. پوهېږم چې کولی شم دا پېښه رامنځ ته کړم.»

نرګس په ورته وخت په ایران کې د اقتصاد پوهنځۍ محصله هم ده.

نرګس اوس مهال په کراټه کې تور ملابند لري او په شوتوکان او شیتوریو دواړو سبکونو کې مسلکي ده.

د هغې له ویاړونو کولی شو، په ۱۴۰۳ کې د آسیا د شوتوکان سیالیو کې د دویم مقام ګټل یاد کړ، چېرې چې هغې په ایران کې د افغان کډوالو د کراټې لوبډلې په استازیتوب د سپینو زرو مډال وګاټه. هغه په ایران کې د کډوالو د کراټې په لومړۍ وړتیا سیالۍ کې هم لومړی ځای خپل کړی دی.

نرګس سره له دې، چې په نسبتآ خوندي چاپېریال کې فعالیت کوي، خو زړه یې لا هم د خپل هېواد له نجونو سره دی. هغه نجونې چې د طالبانو د فشارونو او ممنوعیتونو تر سیوري لاندې نه یوازې له لوبو، بلکې له زده کړو او لومړنیو انساني حقونو هم محرومې کړای شوې دي. «زما پیغام زما د هېواد نجونو ته دا دی، چې په خپلو خوبونو ایمان ولرۍ او هېڅ وخت تسلیم نه شۍ. شاید نن ورځ لارې سختې او محدودې وي، خو په هڅو، صبر او لاس په کار کېدو سره کولی شو بېله راتلونکې جوړه کړو، زه له همدې سختې لارې تېره شوې یم او باور لرم تاسو هم کولی شي وځلېږۍ.»

نرګس لوی خوبونه ویني، د نړیوالۍ اتلولۍ پر دریځ درېدل. «زما لوی هدف دا دی، چې په راتلونکې کې وتوانېږم د آسیا او نړۍ د اتلولۍ په دریځ ودرېږم او د خپل هېواد د خلکو لپاره ویاړ راوړم، همدې موخې ته د رسېدو لپاره په جدیت سره خپلو تمرینونو ته دوام ورکوم.»

اړوندې لیکنې

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ
خبر

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ

17 جون 2026
وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې
خبر

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

17 جون 2026
افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو
خبر

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو

15 جون 2026
کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه
خبر

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

15 جون 2026
اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي
خبر

اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي

15 جون 2026
نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»
دسته‌بندی نشده

نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»

15 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه