د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: څه چې پر افغان ښځو تېرېږي د نړیوالو اړخونو لرونکی انساني ناورین دی

4 مارچ 2026
معترضې ښځې: څه چې پر افغان ښځو تېرېږي د نړیوالو اړخونو لرونکی انساني ناورین دی

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

په «جلاوطنۍ کې دخپلواکو ښځو» اعتراضي غورڅنګ د ښځو د پیستون نړیوالې ورځې په درشل کې وايي، هغه څه چې نن پر افغان ښځو تېرېږي، یو داخلي بحران نه، بلکې یو انساني بشري ناورین دی، چې نړیوال اړخونه لري.

رخشانه: د دې غورځنګ غړو نن (سه شنبه د کب ۱۲ مه) پاکستان کې د یوې اعتراضي غونډې پر مهال د مارچ اتمه د خپلواکۍ، عدالت، برابرۍ او انساني کرامت لپاره د ښځو د تاریخي مبارزې سمبول وبلله.
د دې غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، د مارچ اتمه د هغو ښځو د ځلېدا ورځ ده، چې د جوړښتي تبعیض، سیستماتیک تاوتریخوالي او ټولنیز جلاوالي په وړاندې ولاړې دي او د محرومیت، بند، جلاوطنۍ او د خپلو زوندونو سره یې د خپلواکۍ بیه پرې کړې ده.

معترضو ښخو د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو تاوتریخوالي ته په اشارې وايي «افغان ښځې د خپل تاریخ په تر ټولو تیاره دوره کې ژوند کوي.»

د دوی په وینا، د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه «د بشر د اساسي حقونو ستره سرغړونه ده. څه چې نن پر افغان ښځو تېرېږي، دا نه یوازې یو داخلي بحران، بلکې یو انسانۍ ناورین دی، چې نړیوال اړخونه لري.»
دوی زیاته کړې «نړیواله ټولنه، د انسانۍ کرامت دفاع او له تبعیض او جنسیتي توپیر څخه مخنیوي مکلفه ده.»

معترضو ښخو، چوپتیا، بې عملي او د اوسني وضعیت عادي کول د قانوني مکلفیتونو څخه سرغړونه او د بې عدالتۍ په دوام کې غیر مستقیم ګډون وباله.

هغوی، له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له شورا، د هاګ نړیوالې محکمې او نړیوالو بشري حقونو له بنسټونو په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه وايي، چې هغه دې د بشریت په وړاندې د جنایت په توګه تر حقوقي څېړنې لاندې ونیسي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

معترضو مېرمنو همدارنګه له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له شورا او نړیوالو بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل، چې «د ښځو د حقونو د منظم سرغړونو د حساب ورکولو او محاکمې کړنلارې فعالې کړي.»

د دې غورځنګ غړو «له طالبانو سره هر ډول سیاسي او اقتصادي تعامل د ښځو حقونو ته د عملي او تایید وړ درناوي» پورې مشروط ګڼلی دی او د هېواد د ننه او بهر کې یې د افغان ښځو د لاریونونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په جلاوطنۍ کې د خپلواکو ښځو غورځنګ غړو ټینګار کړی، چې «د بې عدالتۍ په وړاندې چوپتیا د ظلم دوام ته لار هواروي.» دوی د هېواد له وګړو غوښتي، چې د هېواد د راتلونکې لپاره خپل تاریخي مسوولیت ادا او د افغانستان د ښځو سره ودرېږي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه