د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې بېسارې لوږه، په خوارځواکۍ له هرو څلورو اخته ماشومانو یو درملنه کېږي

4 مارچ 2026
افغانستان کې بېسارې لوږه، په خوارځواکۍ له هرو څلورو اخته ماشومانو یو درملنه کېږي

عکس: برنامه‌ی جهانی غذا.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د سختې لوږې خبرداری ورکړی وايي، دا مهال له هرو څلورو ماشومانو، درې تنه چې د شدیدې خوارځواکۍ لپاره د ژوند ژغورنې درملنې ته اړتیا لري، ردوي.

رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د کب ۱۳ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، د طالبانو او پاکستان تر منځ نښتو او د ایران جګړې د لوږې ناورین لا زیات کړی دی.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام سیمه ییز استازي جان آیلیف ویلي، د افغانستان په خپلو پولو کې ناآمنۍ شاهد دی، له پاکستان سره په ختیځو او جنوبي پولو جګړې زیاتې شوې او په ایران کې هم تاوتریخوالی دوام لري.

هغه زیاته کړې: «د جګړو دا تازه لړۍ پر هغو ټولنو سخت دروند فشار واردوي، چې له وړاندې بحراني کلونو، جنګ او بې ثباتۍ له آمله زیانمن او سولېدلي دي.»

آیلیف په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړو ته په اشارې ویلي، د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو، چې په لنډ مهالې توګه، بېړني فعالیونه، ټولنیز ملاتړ، د ښوونځیو تغذیه او د استوګنې پروګرامونه ودروي.

د هغه په وینا، په جګړو ځپلو ولایتونو کې د خوارکي توکو د بېړنۍ مرستو د وېش د ځنډېدو له آمله، شاوخوا ۱۶۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي، په ایران کې جګړې او له دې هېواده د کډوالو راستنېدو ته په اشارې زیاته کړې، دوی د ډېری هغو لپاره افغانستان ته راستنېدل، نه یوازې د بېوزلۍ، بېکارۍ او لوږې سره، بلکې له بیا بې ثباتۍ سره هم مخ کېدل دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، دوی په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ایران او پاکستان په پولو د نیم میلیون راستنېدونکو څخه د نغدو پیسو، غني شویو بسکوټو او د ښځو او ماشومانو لپاره د مغذي خوړو محصولاتو په وېشلو سره ملاتړ کړی دی.

دې بنسټ زیاته کړې، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه له ۲.۵ میلیونه زیات کډوال راستانه شوي او وړاندوینه کېږي، چې روان میلادي کال به ډېری کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شي.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

د خوړولو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې افغانستان د نړۍ یو له سختې لوږې ناورین سره مخ دی او کابو ۱۷.۴ میلیونه وګړي د خوړو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د دې بنسټ په وینا، په افغانستان کې د ماشومانو تغذیه هم اندېښمنوونکې کچې ته رسېدلې او آتکل کېږي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۳.۷ میلیونه ماشومان درملنې ته اړتیا ولري.
دې بنسټ ویلي، د نوي بحران په رامنځ ته کېدو او د بودیجې اوسني وضعیت ته په کتو، ښايي ونه توانېږي، له هغه کورنیو سره چې له ایران او پاکستان څخه راستنېږي، مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د ۲۰۲۶ میلادي کال تر اپرېل میاشتې پورې ښايي د دوی د بېړنیو عملیاتو بودیجه پای ته ورسېږي او له ګواښ سره مخ میلیونونه وګړي حیاتي ملاتړ له لاسه ورکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۳۱۳ میلیون ډالرو مالي ملاتړ ته اړتیا لري. دا بنسټ له نړیوالې ټولنې غواړي، چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او افغانستان د اړتیا په دې سخت وخت کې یوازې پرېنږدي.

اړوندې لیکنې

قومي پاکونه څه ده؟ (درېیمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (درېیمه برخه)

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه