د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۳۸ تنه په دورو هلي دي

5 مارچ 2026
طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۳۸ تنه په دورو هلي دي

عکس: Getty image

طالبانو روانه اوونۍ په بلخ، خوست، بامیان، کابل، بغلان، هرات او اروزګان ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳۸ تنه د بېلا بېلو تورونو پر اساس د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان، د نشه کوونکو ګولیو او الکولي موادو د پېر او پلور، له واده بهر جنسي اړیکې، لواطت، نامشروع اړیکې، غلا، اخلاقي فساد، په حریم تېري او د یوې کوژدنې شوې نجلۍ د تښتونې په تورونو په دې اوو ولایتونو کې په دورو وهل شوي دي.

شنبې د (کب ۹ مه) بلخ کې درې تنه د الکولي موادو د پلور په تور ۳۹ دورې وهل شوي، خو معلومه نه ده، چې څومره موده بند سزا ورته اورول شوې.

یکشنبې د (کب ۱۰مه) د خوست تڼیو ولسوالۍ کې اته تنه، د لواطت، غلا او اخلاقي فساد په تور د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې و وهل شول او له یوه تر پنځو کلونو په تنفذي بند محکوم شول.

سه شنبې د (کب ۱۲ مه) بامیان او کابل کې ۱۸ تنه د غلا، الکولي مشروباتو او نشه کوونکو ګولیو د پېر، پلور او قاچاق په تور په دورو وهل شوي دي.

د بامیان ولایت مرکز کې یو تن د غلا په تور ۳۵ دوهرې وهل شوی او یو کال بند باندې محکوم شوی دی.
۱۷ تنه بیا کابل کې د الکولي مشروباتو او نشه کوونکو ګولیو د پېر، پلور او قاچاق په تور له ۱۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

دغه کسان د محکمې د پرېکړې پر اساس له اوو تر ننه میاشتو پورې تنفذي بند باندې هم محکوم شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

د ښځو کیسې، هېڅ نجلۍ باید د تاوتریخوالي زغمولو ته اړ نه کړو

چهارشنبې د (کب ۱۳ مه) د یوې ښځې په ګډون اووه تنه د لواطت، له واده بهر اړیکې، پر حریم د تېري، د نامشروع اړیکې لرو، غلا او د یوې کوژنې نجلۍ تښتولو په تور په بلخ، بغلان، هرات او ارزوګان ولایتونو کې په دورو وهل شوي دي.

یو تن د لواطت په تور بلخ ولایت کې ۳۵ دورې وهل شوی خو معلومه نه ده، چې په څومره بند محکوم شوی دی.

دوه تنه له واده بهر اړیکې او په حریم د تېري په تور بغلان ښار کې ۳۹ دورې وهل شوي او په دې کاله تنفذي بند محکوم شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون درې تنه د نامشروع اړیکې او غلا په تور د هرات کهسان ولسوالۍ کې ۳۹ دورې وهل شوي او له شپږ تر ۹ میاشتې په تنفذي بند محکوم شوي.

یو تن بیا د یوې کوژدن شوې نجلۍ د تښتولو په تور اروزګان کې ۳۹ دورې وهل شوی او په دوه کاله او شپږ میاشتې تنفذي بند محکوم شوی دی.

پنشنبې د (کب ۱۴ مه) دوه تنه د لواطت په تور د بغلان نهرین ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۱۵ تر ۲۰ دورو وهل شوي او په یوه کال تنفذي بند محکوم شوي دي.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

13 اکتوبر 2026
ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري
دسته‌بندی نشده

له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه