د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه، ملګرو ملتونو د افغان ښځو په ملاتړ او پیوستون ټینګار وکړ

8 مارچ 2026
د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه، ملګرو ملتونو د افغان ښځو په ملاتړ او پیوستون ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او تعلیمي سازمان (یونسکو) او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په غبرګون کې، د دې هېواد له ښځو په ملاتړ او ورسره پیوستون ټینګار وکړ.

رخشانه: دې دوه بنسټونو نن (یکشنبې د کب ۱۷ مه) د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت غیرعادي وباله او ویې ویل، چې هغه «عادي مه بولۍ.»

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او تعلیمي سازمان (یونسکو) په یوه بیانیه کې ویلي، په افغانستان کې میلیونونه نجونې د زده کړو، ودې او د راتلونکې د جوړلو له فرصت څخه محرومې دي.

یونسکو دغه وضعیت غیرعادي وباله او د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ او ورسره په پیوستون یې ټینګار کړی دی.

دې بنسټ افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې زیاته کړې، بدلون اوس هم ممکن دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN women) هم په خپله اېکس پاڼه په یوه بیانیه کې لیکلي، افغانستان کې له عمومي فشا د ښځو حذف عادي مه بولۍ.

په بیانیه کې راغلي: «عامه ځایونه چې یوه ورځ به خلک په کې راټولېدل، اوس د ښځو او نجونو پر مخ تړلي دي.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

بیانیه کې راوړل شوي، کله چې نړیوال د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي، بدون بیا هم ممکن دی.

په دې بیانیه کې ویل شوي، د قانون حاکمیت په ټوله نړۍ کې د کمزوري کېدو په حال کې دی او ښځې او نجونې د هغې لګښت پرې کوي.

یاد بنسټ ویلي، جګړې، ځپنې او د شاتګونو څپې، هغه نظامونه چې د خلکو د خوندیتوب لپاره رامنځ ته شوي دي، کمزوري کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی، چې «په قانون، نظامونو او د ښځو او نجونو په حقیقي ژوند کې د اغېزمن عدالت» لپاره هڅه کوي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه