د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بیان د آزادۍ مرکز: د بیان د آزادۍپه ۲۰ ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله شتون نه لري

9 مارچ 2026
د بیان د آزادۍ مرکز: د بیان د آزادۍپه ۲۰ ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله شتون نه لري

عکس: آریانا نیوز.

د بیان د آزادۍ مرکز (FSC) اعلان کړی، چې افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو د محدودیتونو له امله، دا مهال په ۲۰ ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله شتون نه لري.

رخشانه: دې بنسټ نن (یکشنبې د کب ۱۷ مه) د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیانیه کې لیکلي، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته پر خبریالانو سخت محدودیتونه او منظمه ځپنه پلې شوې ده.

په بیانیه کې راغلي، دغو اقداماتو کې نیونې، فزیکي تاوتریخوالی او سخت محدودیتونه شامل دي، چې د راپور ورکولو لپاره یې د دوی وړتیا کمه کړې. ډېری ښځینه خبریالانې ګواښل شوې او په ځینو مواردو کې زنداني شوې هم دي.

د بیان د آزادۍ مرکز زیاته کړې، د دې محدودیتونو په پایله کې، افغان ښځینه خبریالانې اوس د دایمې ویرې، اقتصادي ستونزو او رواني زیانونو په فضا کې ژوند کوي.

دغه بنسټ ویلي، دا مهال په ټول هېواد کې ۱۹۰ ښځینه خبریالانې فعالیت لري، په داسې حال کې، چې د کابل له سقوط وړاندې دغه شمېره له ۲ زرو څخه زیاته وه.
د دې بنسټ موندنې ښيي، چې کابو شاوخوا ۸۶ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او یا نور اجازه نه لري، چې د رسنیو په برخه کې آزادانه کار وکړي.
بیانیه وايي، په عمومي ژوند کې د ښځو پر ګډون د طالبانو محدودیتونو د راپور ورکولو لپاره، د هغوی وړتیا له وړاندې محدوده کړې ده.

د بیان د آزادۍ مرکز ټینګار کړی، چې په ډېری ولایتونو کې خبریالان په ناپېژانده توګه کار کوي یا مطالب له خپل نامه پرته خپروي، تر څو د طالبانو له غچ اخیستنې خوندي پاتې شي.

دې مرکز ویلي، د سختو شرایطو او د طالبانو د محدودیتونو سره سره، په جلا وطنۍ کې افغان ښځینه خبریالانې خپل کار ته دوام ورکوي.

هغوی د هغه موضوعاتو په اړه راپورونه ورکوي، چې د افغانستان د ننه غلي کړای شوي او د ښځو غږونه د نړیوالو تر غوږونو رسوي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د بیان د آزادۍ مرکز وايي، په جلاوطنۍ کې خبریالان دا مهال د افغانستان په اړه د راپور ورکولو یوه وروستۍ خپلواکه لاره باندې بدل شوي دي.

د دې مرکز په وینا، هغه ستونزې چې افغان ښځینه خبریالانې ورسره مخ دي، د نړیوالې ټولنې تل پاتې پیوستون او پاملرنې ته اړتیا لري. دولتونه، نړیوال سازمانونه او رسنیز بنسټونه باید هڅه وکړي، چې د خبرلانو د ملاتړ لپاره ځانونه پیاوړي کړي.
د بیان د آزادۍ مرکز ویلي، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو سره د پیوستون په پار د هغوی تر څنګ درېږي، تر څو هغوی د افغان ښځو په اړه د راپورونو ورکولو او کیسو ثبتولو ته دوام ورکړي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه