د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملاله یوسفزۍ: د نړۍ مشران باید د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني

9 مارچ 2026
ملاله یوسفزۍ: د نړۍ مشران باید د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني

عکس: صفحه‌ی ملاله یوسفزی.

د بشري حقونو فعالې او د نوبل جایزې ځوانکې ګټوونکې ملالې یوسفزۍ له نړیوالو مشرانو غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي او جنستي توپیر په رسمیت وپېژني.

رخشانه: یوسفزۍ تېره ورځ (یکشنبې د کب ۱۷ مه) د مارچ اتمې د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا پر مهال، د هغه ماشومانو او کورنیو په اړه خبرې وکړې، چې تاوتریخوالی یې لیدلی دی.

هغې په دې ناسته کې د نړۍ له مشرانو وغوښتل، چې د افغان نجونو تر څنګ ودرېږي او د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو سیستماتیک له منځه وړل، د جنسیتي توپیر په توګه په رسمیت وپېژني.

یوسفزۍ ویلي: «نن په مات زړه دلته ولاړه یم، له دې وړاندې مې هېڅ کله نه وو لیدلي، چې دا ټول ماشومان دې له جګړې او تاوتریخوالي وکړېږي، ټپیان شي او د ځواب نه ورکوونکو مشرانو په لاس ژوند وبایلي.»

هغې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې و ویل، هغوی «کابو پنځه کاله کېږي، چې د طالبانو تر ظالمانه ولکې لاندې ژوند کوي.»
همدارنګه یوسفزۍ ویلي: «په نړۍ کې د ښځو د حقونو د شاتګ لیدونکي یو، هغه حقونه چې نسلونو یې د لاس ته راوړلو لپاره مبارزه کړې. دا وضعیت د افغانستان په پرتله په بل هېڅ ځای کې ښکاره نه دی.»

نوموړې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره و ویل: «نن په افغانستان کې د ښځې یا لور وهل ټکول د نارینه له خوا قانوني دي.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د بشري حقونو دې فعالې ویلي، کابو پنځه کاله کېږي، چې طالبانو ښځې او نجونې له عمومي ژوند څخه لرې کړې او نړۍ د دې وضعیت په وړاندې یا مخ اړولی یا د کلتور او دین له نامه ناوړه ګټه اخلي.

هغې ټینګار کړی، چې د طالبانو اقدامات «په واقعي نامه جنسیتي توپیر وبولو او باید هغه په څرګنده توګه په نړیوالو حقونو کې د جرم په توګه په رسمیت وپېژنو.»

د یوسفرۍ په وینا، په قانون کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې سره کولی شو، له افغان ښځو او نجونو ساتنه وکړ او د راتلونکو نسلونو لپاره د دې وروستي ناورین د تکرار مخنیوی وکړو.

نوموړې ټینګار کړی، چې افغان ښځې او نجونې د «پوځي مداخلې» نه غواړي، هغوی په قانون کې د په رسمیت پېژندولو غوښتونکې دي، تر څو د عدالت اوږده لار پیل شي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه