د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

سیما سمر: له زده کړو د افغان نجونو منع کول هغوی جبري ودونو ته اړباسي

10 مارچ 2026
سیما سمر: له زده کړو د افغان نجونو منع کول هغوی جبري ودونو ته اړباسي

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر وايي، له زده کړو د افغان نجونو منع کول هغوی جبري ودونو ته اړباسي.

رخشانه: سمر دغه څرګندونې یکشبنې د (کب ۱۷ مه) په هغه غونډه کې چې د مارچ اتمې د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت د امریکا د ماسوچوست ایالت د بوستون ښار د «نیوانګلند حوزې هزاره ګانو» له خوا جوړه شوې وه بیان کړې دي.

هغې په دې پروګرام کې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته اشاره کړې، هغه یې د جنسیتي توپیر څرګنده بېلګه بللې او «د بشريت په وړاندې جرمونو په کنوانسیون کې د جنسیتي توپیر د جرم په توګه د ثبت او په رسمیت پېژندنې» ټینګار کړی دی.

د بشري حقونو د کمېسیون پخوانی مشرې زیاته کړې: «طالبانو په دوامداره او مظنم ډول افغان ښځې له خپلو حقونو بې برخې کوي او دا د بشري حقونو څخه سرغړاوی دی.»

هغې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړاویو په ثبت او مستند کولو ټینګار وکړ وايي، د بشري حقونو د سرغړاویو په تړاو په نړیواله محکمه کې د طالبانو ځواب ویوونکي کول مستند او باروي اسنادو ته اړتیا لري.

نوموړې د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې ته هم اشاره کړې وايي، د دې قانون پر بنسټ هېڅ ښځه حق نه لري، چې د خاوند له اجازې پرته د پلار کره لاړه شي. سمر دغه سند د افغانستان د راتلونکي نسل په حق کې لویه جفا وبلله.

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

دغه راز سمر ټینګار وکړ، چې د بې عدالتیو په وړاندې نه باید چوپ پاتې شو او په پوهاوي او دقیقې اطلاع رسولو سره کولی شو شرایط بدل کړو.

د بشري حقونو فعالې مستوره شفايي هم په دې پروګرام کې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته اشاره وکړه او هغه یې یو ریښتینی جنسیتي توپیر وباله.

هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان ښځو وضعیت او عدالت ته د هغوی لاسرسی د نړیوالو خبرو اترو لومړیتوب کړي.

اړوندې لیکنې

له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري
دسته‌بندی نشده

له خونریزۍ سره دهلیزونو کې ساعتونه انتظار، هغه میندې چې روغتونونه یې نه ژغوري

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه