د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ګانیون: پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه د ټولو خلکو لپاره زیان راوړونکي دي

10 مارچ 2026
ګانیون: پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه د ټولو خلکو لپاره زیان راوړونکي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیالې جورجټ ګانیون پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې وايي، دغه محدودیتونه «یوازې د افغان ښځو او نجونو لپاره نه، بلکې د ټولو خلکو لپاره« زیان راوړونکي دي.

رخشانه: ګانیون د دوشنبې په شپه (د کب ۱۸ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه و ویل، پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د زده کړو محدودیتونه به په منځني او اوږد مهال کې د هېواد د پام وړ بشري پانګه له منځه یوسي.

هغې په دې ناسته کې د طالبانو محدودیتونو په اشارې سره ویلي، اوس له عامه ژونده د بشپړ محرومیت او له شپږم ټولګي پورته زده کړو بندیز څخه پنځه کاله تېرېږي. د یوناما سرپرستې اتسازې پر طالبانو غږ وکړ، چې پر ښځو او نجونو په ځانګړې توګه په زده کړو خپل محدودیتونه لغوه کړي.

نوموړې د طالبانو جزايي اصول نامې ته په اشارې ویلي، دا سند په افغانستان کې د ښځو او مذهبي لږکیو پر وړاندې دی او «د هغه په متن کې ابهام» د ناوړه ګټې اخیستنې زمینه برابروي.

ګانیون زیاته کړې، دا سند افغان وګړي د بشري حقونو له تحقق او د هېواد د نړیوالو ژمنو د درک کولو څخه نور لرې کوي او د داسې سیستم رامنځ ته کولو کې هیلې کمزورې کوي، چې د خلکو اړتیاوو ته ځواب ویوونکی وي او به هغه کې ځښې او نارینه برابر وي.

نوموړې د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړو ته په اشارې ویلي، دې جګړو دروند انساني او اقتصادي لګښت درلود او دواړه لوري باید له ځند پرته، اوربند او د ملکي وګړو خوندیتوب تضمین کړي.

د یوناما سرپرستې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه تر اوسه پورې شاوخوا پنځه نیم میلیونه افغان ګډون له ګاونډیونو هېوادونو، افغانستان ته ستانه شي. هغه ستنېدا چې د دې په وینا، د نړیوالو مرستو له کمښت سره مل و، چې دا به د یوې څرګندې ټولنیزې پاشلتیا په رامنځ ته کېدو تمام شي.

نوموړې وايي، په افغانستان کې بشري وضعیت، د مالي سرچنو د کمښت، د اړیتاو د زیاتوالي، د کډوالو پراخې راستنېدنې او طالبانو د سیاستونو له امله لا خراب شوی دی.

د یوناما د سرپرستې په وینا، روان میلادي کال بشري همکارانو په افغانستان کې ۱۷.۵ میلیونه اړمنو کسانو ته د رسېدو په پار د ۱.۷۱ میلیون ډالرو غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې د دې بودیجې ۱۰ سلنه برابره شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

مېرمن ګانیون همدارنګه د طالبانو له لوري افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځنیه کارکوونکو په ورتګ بندیز اشاره کړې وايي، دې کار د ملګرو ملتونو د مرستو وړاندې کول او افغان ښځو ته لاسرسی له ننګونو سره مخ کړی دی.
هغې زیاته کړې: «د ښځینه کارکوونکو نه شتون، ملګري ملتونه له مهارتونو او خپلو تجربو بې برخي کړي او د افغان ښځو او پراخې ټولنې د حیاتي ملاتړ لپاره زموږ ځواک کمزوری کوي.»

د یوناما سرپرستې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې دا محدودیتونه لغوه کړي او اجازه ورکړي، چې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې بېرته خپلو دفترونو ته وګرځي

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه