د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«یو څو دورې دې نه وژني» د تاوتریخوالي قرباني مېرمنې له خوا د طلاق ردول

12 مارچ 2026
«یو څو دورې دې نه وژني» د تاوتریخوالي قرباني مېرمنې له خوا د طلاق ردول

زهرا جویا، زیبا بلخي او ټام لویت


د طالبانو د محکمو د جزايي اصول نامې پر اساس مېړه ته د خپلې ښځې وهل ټکول روا دي، په دې شرط چې دا کار به له سختې ضربې سره مل نه وي، هغه موضوع چې ښځه باید هغه په محکمه کې ثابته کړي.

د ښځو په وړاندې د ټکان ورکوونکي فزیکي تاوتریخوالي کچه، چې د طالبانو د نویو قوانینو سره سم روا شمېرل کېږي. دا اوونۍ د افغانستان په شمال کې د یوې ښځې په دوسیه روښانه کېږي. هغه وايي، د مېړه له خوا په کېبل و وهل شوه او قاضي هغې ته ویلي دي: «یوازې د همدې لپاره طلاق غواړې؟… لږ غوسه او یو څو دورې دې نه وژني.»

په (مستعار نوم) فرزانه وايي، مېړه یې غوسه ناک دی او ډېری وخت یې وهي ټکوي. د فرزانې په وینا، خاوند یې تل په دې دلیل چې ښۍ پښه یې تر چپې هغې لږ لنډه ده، دا کنځي او د «معلولې» غږ ورته کوي.

فرزانې و ویل: «یوه ورځ سخته ناروغه وم، نه مې شوای کولای له ځایه پورته شم، چې د بېګاه لپاره خواړه پاخه کړم. کله چې هغه له کاره راغی، و یې ویل: اوس ان د کور کارونه هم نه کوې؟ هغه ته مې و ویل، ناروغه یم، خو هغه زه د تلېفون د چارجر په کېبل و وهلم. پر ملا او مټو مې د ټوکلو چاپونه څو ورځې پاتې وو. خو فکر ته مې نه لوېده، عکس ترې واخلم، چې ښايي یوه ورځ مې په محکمه کې په کار راشي.»

له دې وهلو ټکولو وروسته، هغه پرېکړه وکړه، چې د طلاق په غوښتنې سره دې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي. خو فرزانه وايي، کله یې چې دوسیه محکمې ته ورسېده، قاضي نه یوازې د دې وړاندیز رد کړ، بلکې د مېړه د ناوړه چلند سره سره د هغې ادعاوې بې ارزښتنه وبللې.

فرزانې و ویل: «کله مې چې ورته و ویل، هغه ما وهي او تل مې کنځي او سپکاوی راته کوي او په همدې دلیل طلاق غواړم، قاضي پوښتنه وکړه: یوازې د همدې لپاره طلاق غواړې؟ بل دلیل نه لرې؟» هغه مهال چې فرزانې په وروستي ځل خوړلي وهل ټکول قاضي ته بیان کړل، قاضي له هغې پوښتنه وکړه، آیا د دې زور زیاتي کوم سند لرې که نه. کله مې چې و ویل نه، هغه ما ته و ویل: کله چې ځوانه وې له مېړه دې په ژوند کې خوند اخیست، اوس چې هغه زړېږي، پلمې کوې تر څو طلاق ترې واخلې او له بل سړي سره واده وکړې. کور ته لاړه شه، ته ښه مېړه لرې او له هغه سره ژوند وکړه. لږ غوسه او څو دورې دې نه وژني. اسلام نارینه ته اجازه ورکوي، چې د نافرمانۍ په صورت کې ښځه تادیب کړي. ځه او نور د دې ډول شیانو لپاره د طلاق غوښتنه مه کوه.»

د «روادارۍ» په نوم د بشري حقونو سازمان مشره شهرزاده اکبر وايي، دا ډول پېښې اوس په افغانستان کې عادي شوې دي. د هغې په وینا، ښخې باید له کورني تاوتریخوالي سره جوړجاړۍ وکړي یا هم د طالبانو له محکمو د عدالت د ټینګولو غوښتنه وکړه، هغه ځای چې «تر ډېره ځپل کېږي او بېرته همغه کور ته ګرځول کېږي یا له هغې هم لا بد، د «نافرمانۍ» په دلیل د مېړه له خوا سزا ورکول کېږي.»

زیات وخت کېږي، د ښځو د حقونو فعالان، د ملګرو ملتونو کارپوهان او حقوق پوهان استدلال کوي، چې پر افغان ښځو تحمیل شوي شرایط، له هغې جملې له زده کړو د هغوی راګرځول، ډېری کارونه او په عمومي ځایونو کې خبرې کول د جنسیتي توپير ښکاره بېلګې دي.

خو د طالبانو نوی جزايي قانون چې تېر کال محکمو ته معرفي او په جنورۍ میاشت کې خپور شو، د ښځو په وړاندې زور زیاتی روا ګڼلی او له حق غوښتنې د هغوی مخینوي، وضعیت لا خراب کړی دی. د دې قانون سره سم، نارینه اجازه لري تر څو خپلې مېرمنې و وهي، تر دې بریده چې د «څرګند ټپ» په ماتېدو، ټپي کېدو یا ټوکل کېدو شاهد نه وي، ونه کاروي، هغه موارد چې ښځې یې باید په محکمه کې ثابت کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

د دې جرم لپاره ښايي نارینه تر ۱۵ ورځو پورې بندي شي. مېرمن اکبر وايي، دا قانون په واقعیت کې مېړونو ته « د کورني تاوتریخوالي او ښځو ته سزا ورکول، تر هغه وخته چې هډوکي یې مات نه شي اجازه» ورکوي.

د نوبل د سولې جایزې ګټوونکې ملالې یوسفزۍ دا اوونۍ ملګرو ملتونو کې په خپله وینا کې د دې قانون په اړه و ویل: «دا کلتور نه دی. دین نه دی. دا د بېلوالي او واکدارۍ یو سیستم دی. موږ باید د افغانستان نظام ته د هغه په ریښتني نامه: جنسیتي توپير باندې غږ وکړو.»

فرزانه وايي، د محکمې له حکم وروسته اړ شوه، بېرته خپل مېړه ته ورشي، چې اوس له دې سره تر پخوا ډېرتوند چلند کوي. هغه ما ته وايي «یا یې وزغمه یا مړه شه. هغه ان اجازه نه راکوي، چې د پلار کره لاړه شم.» همدارنګه قاضي فرزانې ته ویلي، چې دا نه شي کولی، د مېړه په (دویمې ښځې کولو) نیوکه ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزن فرګوسن وايي: «که اجازه ورکړو، چې افغانستان کې د ښځو او نجونو غږ غلی شي او یوازې د ښځتوب په خاطر سزا ورکړل شي، موږ دا پیغام ورکوو، چې د ښځو او نجونو حقونه په هر ځای کې یو مصرفي او لرې غورځول شوی کار دی. دا یو خورا له خطره ډک چلند دی.»
د مرکه شوي کس نوم ته بدلون ورکړل شوی.

دا راپور له ګارډین ورځپانې سره په همکارۍ خپور شوی دی.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو
خبر

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو

15 جون 2026
کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه
خبر

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

15 جون 2026
اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي
خبر

اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي

15 جون 2026
نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»
دسته‌بندی نشده

نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»

15 جون 2026
غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي
خبر

غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي

14 جون 2026
هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»
دسته‌بندی نشده

هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»

14 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه