د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې د یوناما ماموریت درې میاشتې نور وغځول شو

16 مارچ 2026
افغانستان کې د یوناما ماموریت درې میاشتې نور وغځول شو

UN News X

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی، چې افغانستان کې د دې سازمان د سیاسي استازولۍ (یوناما) کاري موده د درې نورو میاشتو لپاره غځول شوې ده.

رخشانه: په افغانستان کې د یوناما ماموریت نن دوشنبې (د ۱۴۰۴ د کب ۲۵ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ټولو غړو له خوا، د کومې مخالفې یا ممتنع رایې پرته، د ۱۵ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره تصویب شوی دی.

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې مریکا تېره اوونۍ د مرستو د بیا کتنې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د تعامل د څرنګوالي غوښتنه کړې وه.

له دې وړاندې چین په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د یو کال غځونې غوښتنه کړېې وه، خو امریکا ورسره مخالفت وکړ او لنډ مهاله تمدید یې وړاندیز کړه، تر څو د دې ماموریت د کارونو او لګښتونو د بیا کتنې امکان برابر شي.

معمولآ د یوناما ماموریت هر کال نوی کېږي، که څه هم په کال ۲۰۲۱ کې یو ځل د شپږو میاشتو لپاره تمدید شو.

چین چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو د مسودې مسوولیت لري اعلان وکړ، چې دا لنډمهالې غځونه د «د یوناما په ماموریت کې د وړ تعدیلاتو راوستو لپاره د امنیت شورا د ځینو غړو د غوښتنې» په پام نیولو سره شوې، «ترڅو د جدي خبرو اترو او مسوولانه پرېکړې لپاره کافي وخت» برابر شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز تېره اوونۍ د امنیت شورا په ناسته کې ویلي وو، د یوناما بودیجه په نړۍ کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت تر ټولو لویه بودیجه ده او امنیت شورا «باید د هغو مالي سرچینو په اړه په دقت سره فکر وکړي، چې په ګډه یې د دې ماموریت د تمویل لپاره ځانګړې کوي.»

دغه راز د امریکا سفر د یوناما د کار په وړاندې د طالبانو پر خنډ جوړونې، د بې ګناه امریکايي وګړو د نیولو له لپاره د «برمته کولو دیپلوماسۍ» کارولو او د ښځو د حقونو په اړه د «نه منلو وړ» محدویتونو باندې هم نیوکه کړې وه.»

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په نړۍ کې یو له تر ټولو جدي بشري کړکېچ سره مخ دی.

په افغانستان کې د یوناما سرپرست جورجیټ ګانیون تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونده کې و ویل، افغانستان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې هېواد کې انساني کړکېچ د مالي سرچینو د کمښت له امله نور هم خراب شوی دی.

هغه زیاته کړه، مرستندویه بنسټونه پلان لري، چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې له ۱۷.۵ میلیونه وګړو سره مرسته وکړي او د دې موخې لپاره یې د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو بودیجې غوښتنه کړې، خو اوس مهال د دې پیسو شاوخوا ۱۰ سلنه برابره شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ میلیونه وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او له دې ډلې ۴.۷ میلیونه تنه د بېړنۍ لوږې په حالت کې دي.

امریکا د ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې، د افغانستان په ګډون له بېوزله هېوادونو سره د خپلو نړیوالو مرستو بودجه په بې سازې ډول کمه کړې ده.

د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي په خپله اېکس پاڼه، په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځولو هرکلی کړی دی.

هغه له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونه لغوه کړي.

لیندسي ویلي، یوناما د حقونو د خوندیتوب، د بشري مرستو رسولو د ملاتړ او د سوله ییز راتلونکې په پرمختګ کې خوار حیاتي ده.

اړوندې لیکنې

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه