د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کونړ کې یوې خصوصي راډیو په فعالیت پیل وکړ

19 مارچ 2026
کونړ کې یوې خصوصي راډیو په فعالیت پیل وکړ

د خبریالانو ملي ورځې د کب اووه ویشتمې سره سم، کونړ ولایت کې د «سند غږ» په نوم خصوصي راډیو خپلې خپرونې په رسمي ډول پیل کړې دي.

رخشانه: دې غږیزې رسنۍ نن (چهارشنبې د کب ۲۷ مه) خپلې خپرونې پیل کړې دي.

د دې راډیو مسوولین وايي، دا رسنۍ به د اف ام په ۸۹.۵ څپو د ورځې ۱۸ ساعته خپرونې ولري او د ټولنیزو شبکو له لارې به ۲۴ ساعته خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د سند غږ راډیو مرستیال عبدالقدوس شمس وايي، دا غږیزه رسنۍ د زده کړو، خبرونو او عمومي پوهاوي د اړتیاو پوره کولو په موخه رامنځ ته شوې او هڅه کېږي، چې کره، ګړندي او بې پرې معلومات وړاندې کړي.

د هغه په وینا، دا خصوصي راډیو، د خبرونو، شننو، زده کړې او کلتور په برخو کې ځانګړي موضوعات، ښځو، ماشومانو او ځوانانو ته وړاندې کوي.

دا سیمه ییزه راډیو داسې مهال کونړ کې خپل رسنیز فعالیت پیلوي، چې طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې، پر رسنیو او رسنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز نن په یوه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د رسنیو له خپلواکۍ سرغړونې ۲۰ سلنه زیاتې شوې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د خبریالانو د مرکز په راپور کې راغلي، طالبانو په تېر یوه کال کې پر رسنیو کنټرول زیات کړی او په هېواد کې د رسنیو ځپل او سانسور په بېمخینې توګه زیاتوالی موندلی دی.

د دې راپور پر اساس، په ۱۴۰۴ کال کې لږ تر لږه ۲۰۷ ځلې د رسنیو له آزادۍ سرغړونې او د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ثبت شوی، چې په کې د دوه خبریالانو وژل کېدل، د یوه خبریال ټپي کېدل، ۱۸۳ ځلې ګواښل، ۲۱ ځلې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو نیول شامل دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه