د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان د بشري حقونو مرکز کابل کې د روږو د درملنې په مرکز د پاکستان برید وغانده

19 مارچ 2026
د افغانستان د بشري حقونو مرکز کابل کې د روږو د درملنې په مرکز د پاکستان برید وغانده

خبرگزاری خامه پرس

د افغانستان د بشري حقونو مرکز (AHRC) کابل کې د روږدو کسانو د درملنې په مرکز د پاکستان هوايي برید غندلی او د دې پېښې په اړه یې د خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

رخشانه: دې مرکز نن (چهارشنبې د کب ۲۷ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان په هوايي بریدونو کې لسګونه غیرنظامیان له منځه تللي دي.

په اعلامیه کې راغلي، دا برید پر یوه غیر نظامي ځای برید بلل کېږي او د نړیوالو بشردوستانه او نړیوالو بشري حقونو په اړه یې جدي اندېښنې رامنځ ته کوي.

اعلامیه کې راوړل شوي، د امید د روږدو د درملنې مرکز په نښه کول، له کومې قانوني توجیه پرته کېدای شي د نړیوالو حقونو جدي سرغړونه وي او کولی د بشریت پر وړاندې او جنګي جنایت شي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون له «ملګرو ملتونو، د بشري حقونو بنسټونو، بشر دوستانه آژانسونو او ټولو واک لرونکو نړیوالو بنسټونو غواړي، چې د دې وحشیاینه برید په اړه، بېړنۍ، خپلواکه، بې پرې او رڼې پلټنې تر سره کړي.»
دې بنسټ ویلي، «مسوول کسان له هغې جملې هغه کسان چې د برید امر یې کړی، پلان کړی یې دی یا یې تر سره کړی، باید د نړیوالو قوانینو سره سم په نښه او ځواب ته راکاږل شي.»

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون دغه راز اغېزمنې سیمې او همدارنګه د قربانیانو، ژوندي پاتې شویو، شاهدانو، طبي پرسونل او دې طبي مرکز پورې اړوند یکارډونو ته د سمدستي، بې خنډه، بشپړ او خوندي لاسرسي غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې سیما سمر ویلي، چې «د نړیوالو قوانینو له مخې، پر ملکي وګړو د درملنې او طبي ځواک ورکولو په مرکزونو بریدونه په کلکه منع دي.»

سمر زیاته کړې، د دې ډول تاوتریخوالي په وړاندې چوپتیا او خوندیتوب یوازې انساني کړاو لا ژوروي او د افغانستان د خلکو لپاره ماتېدونکی ملاتړ نور هم له منځه وړي.
هغې ټينګار کړیو چې نړیواله ټولنه بید له ځنډ پرته د حقایقو روښانه کولو، د غیرنظامیانو د خوندیتوب او تضمین د ځواب وینې لپاره اقدام وکړي.

د پاکستان دولت د دوشنبې په شپه شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار د څرخي پله په سیمه کې د روږدو د درملنې په امید مرکز هوايي برید وکړ.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د طالبانو په وینا، د دې برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۵۰ زیات ټپیان شوي دي. طالبانو ویلي، پاکستان غیرنظامیان په نښه کړي دي.
خو د پاکستان دولت له برید وروسته اعلان وکړ، چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په نظامي مرکز او د وسلو زېرمتون یې په نښه کړی دی.

دې برید د سیاسي څېرو او بشري حقونو د بنسټونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه