د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اوچا: د طالبانو او پاکستان په جګړه کې ۲۸۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

19 مارچ 2026
اوچا: د طالبانو او پاکستان په جګړه کې ۲۸۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د دریو اونیو جګړو په ترڅ کې ۷۶ تنه وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د کب ۲۷ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړه دریمې اوونۍ ته د ننه شوې او د کمښت هېڅ نښه یې نه لیدل کېږي.
اوچا وايي، د روان کال د فبروۍ د ۲۶ مې او د مارچ ۱۷ مې تر منځ موده کې د دې جګړو له امله ۲۱۳ تنه ټپیان شوي، چې ۵۹ ښځې او ۱۰۴ تنه ماشومان په کې شامل دي.

دغه بنسټ د دوشنبې په شپه کابل ښار کې د روږدو کسانو د درملنې په مرکز د پاکستان هوايي برید ته په اشارې ویلي، په دغه برید کې د مرګ ژوبلې څېړنې روانې دي.

طالبان ادعا کوي، چې د پر دغه مرکز د پاکستان په هوايي برید کې شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز اوچا لیکي، چې په دې موده کې د دواړو لورو تر منځ نښتې زیاتې شوې او پاکستان د افغانستان په لږ تر لږه لسو ولایتونو بریدونه تر سره کړي دي.

دې بنسټ زیاته کړې، د لومړنیو راپورونو له مخې ۱۱۵ زره کسان چې ۱۶ زره او ۴۰۰ کورنۍ کېږي، د دې جګړو له امله بې ځایه شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې، بې ځایه شوي کسان، د خوراکي توکو، سرپناه او ګرموونکو وسایلو ته اړتیا لري.

د دې بنسټ په وینا، د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړو له امله، په جګړیزو سیمو کې له ۳۱۸ څخه زیات کورونه په جګړه کې ویران او یا سخت زیانمن شوي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه