د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د «امید کمپ» ژوندۍ کیسه، سوځېدلې جسدونه، پاشلې شمېرې او د اطلاعاتو سانسور

۲۹ كب ۱۴۰۴
د «امید کمپ» ژوندۍ کیسه، سوځېدلې جسدونه، پاشلې شمېرې او د اطلاعاتو سانسور

عکس: رسانه‌ی رخشانه

الیاس آرمان (مستعار نوم)

کابل کې د روږدو کسانو د درملنې په مرکز «امید کمپ» د پاکستان له هوايي بریده، د دې سترګو لیدلي حال د لیکلو تر شېبې دوه ورځې تېرېږي، خو د پلټنې او خپلو عزیزانو د لټون عملیات لا هم دوام لري.

ویل کېږي، پاکستاني جنګي الوتکو سه شنبه (د کب ۲۶ مه) پر ځايي وخت د شپې شاوخوا ۹ بجې، د کابل په څرخي پله سیمه کې د روږدو کسانو د درملنې په یوه مرکز خونړۍ برید تر سره کړ.

د واکمنۍ ډلې طالبانو کیسه خو دا ده، چې وايي، په دې برید کې د امید کمپ له ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او له ۲۵۰ زیات ټپیان شوي دي.

دا کیسه له امید کمپ او څو روغتونو څخه زما د سترګو لیدلی حال دی. هغه وضعیت چې بیان یې خورا سخت او زړه بوږنونکی دی.

د پېښې په دویمه ورځ سهار ۹ بجې (چهارشنبې د کب ۲۸ مه) کله چې امید کمپ ته ورسېدم، د کمپ دروازه د مراجعینو پر مخ تړل شوې وه. طالب سرتېري د دروازې په خوله کې ولاړ او خلکو ته په آزاده توګه د ننوتو اجازه نه ورکوي. لسګونه نارینه او ښځې، چې د خپلو خپلوانو د لټون لپاره راغلي دي د کمپ د دروازې خولې ته راټول دي. خو تر ډېره کسان چې دلته شتون لري نارینه دي.

کابو ټول یې د خپلو خپلوانونو په نومونو او برخلیک پسې ګرځېدل، څوک د زوی، څو د ورور او څوک د پلار په موندلو په لټه کې دي.

کمپ په لویو سمټي دېوالونو کې رانغښتی. د اصلي دروازې تر څنګ یوه وړه فرعي دروازه هم شتون لري، چې درې یا څلور ډاکتر پرې ولاړ او په لاس کې یې د ناروغو کسانو د نوملړ لېستونه دي او په لوړ غږ نومونه اخلي، که به چا د خپل ناورغ نوم واورېده، اجازه یې درلوده، چې کمپ ته د ننه شي.

د امید کمپ د دروازې دواړو خواوو ته د ګڼو کسانو د نومونو لېستونه راځوړند دي. دا نومونه د هغه کسانو اړوند دي، چې یا ژوندي او یا ټپي شوي، په لېستونو کې مې د خپل ناروغ نوم لټولو.

غوښتل مې د خپل ناروغ د پوښتنې په پلمه د کمپ د ننه حالت وګورم. په واقعیت کې تللی وم، تر څو و وینم چې په کمپ کې څه پېښ شوي دي. خو وضعیت سخت تر کنټرول لاندې وو.

طالبانو د برید د شېبې له اولو د اطلاعاتو د کنټرول جریان محدود کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، د ګوتو په شمار رسنیو ته اجازه ورکړل شوې، چې د پېښې له ځایه راپورونه ورکړي. په واقعیت کې پوښتنه دا ده، طالبان ولي اجازه نه ورکوي، چې دا خونړۍ انساني ناورین رسنیز شي.؟

طالب سرتېرو له ما پېژندپاڼه او د ناروغ عکس وغوښتل. نه مې درلودل او د همدې لپاره د داخلېدو اجازه رانه کړل شوه. د کمپ له دروازې لرې لاړم او بېرته مې د دزوازې دواړو خواوو ته ځوړنده لېستونه کتل. دلته مې له یوه کس څخه چې په یوه نوم پسې ګرځېده پوښتنه وکړه: «کاکا دا لېستونه د کومو ناروغانو اړوند دي؟» ځواب یې راکړ، دا لېستونه د هغه کسانو دي، چې له بریده روغ وتلي او له دې ځایه د پل چرخي په سیمه کې د «آغوش» په نوم کمپ ته لېږدول شوي دي.»

اغوش کمپ د څرخي پله په سیمه کې د روږدو کسانو د درملنې یو بل پنځه سوه بستریز کمپ دی، د ځوړنده لېستونو له نوملړ سره سم چې ما وشمېرل ۴۹۱ کسان دي، چې له بریده ژوندي وتلي او دغه کمپ ته لېږدول شوي دي.

د کمپ د دروازې چپ لور ته نور ځوړنده لېستونه د هغه کسانو دي، چې ټپیان شوي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي شاوخوا ۳۰۰ کسان دي. په همدې وخت کې مې په دروازه کې د یوه ولاړ روغتیاپال څخه چې نومونه اخلي پوښتنه وکړه، ډاکتر صیب دا لېستونه د کومو کسانو دي؟

ډاکتر ځواب راکړ: «چپ لور ته ځوړند لېستونه د هغه ټپیانو دي، چې روغتونو ته لېږدول شوي، که دې دلته ناروغ نه وي، ورشه په ټپیانو او مړو کې یې ولټونه.»

په همدې وخت کې دوه طالب سرتېري چې په شخصي جامو کې وو زما څنګ ته راغلل. پوښتنه یې وکړه: کاکا ستا څوک ورک دي؟ نوم یې د پیدا کړ؟ څه نومېږي؟ هغوی ته مې و ویل زما وراره دی. یو نوم مې هغوی ته وښود.

دا راته د حیرانتیا وه، چې د طالبانو کسان ولې دومره څار کوي. دا ډول کړنې معمول نه دي. د امنیتي ننګونو له امله چا له جېبه خپل تلېفون نه شوای رایستلای. په ډېره سختۍ مې زړه وکړ، چې په پټه له ځوړنده لېستونو انځور واخلم.

دلته یوه د پاخه عمر لرونکې ښځه څنګ ته راغله او پوښتنه یې وکړه، دا لېستونه د چا دي او د چا نومونه اخلي، څه مې چې لیدلي وو ورته بیان مې کړل، هغې سواد نه درلود او له ما یې د مرستې غوښتنه وکړه. هغې و ویل، زما ورو هم په همدې کمپ کې تر درملنې لاندې وو ته یې نوم وګوره!»

په لېستونو کې شته نومونه مې یو په بل پسې ورته وکتل، خو پیدا مې نه کړ، ومې ویل، خورې ستا د ورور نوم نشته په کې، په همدې وخت کې مې ترې وپوښتل، ورور د څه وخت دلته راوستی وو؟

هغې و ویل: «موږ نه دی راوستی، درې میاشتې وړاندې طالبانو په چهلستون سیمه کې نیولی او دلته یې راوړی وو، په روغتونو کې مې هم وپلاټه نه وو، ښايي سوځېدلی وي.»

یو ځوان کس مې تر څنګ ولاړ وو. هغه ته ورنېږدې شوم او پوښتنه مې وکړه: «ستا هم څوک ورک دي؟» ځواب یې راکړ: «زه خپله دلته تر درملنې لاندې وم، خو له برید وروسته مې تېښته وکړه.» خپله هم له طالبانو وېرېده چې بیا یې ونه نیسي. نوم مې ترې وپوښت، … نوم یې وو. شپږ میاشتې یې په دې روغتون کې تېرې کړې وې. له هغه مې د برید په اړه وپوښتل.

هغه و ویل« د شپې پاو کم ۹ بجې وې، چې د تیارو غږونه شول او یو درب شو، له درب سره سم د کمپ درې بلاکونو اور واخیست، موږ چې په بل بلاک کې وو، د تېښتې لار مو خپله کړه او را ووتلو.»

هغه نور معلومات ورنه کړل، خو دلته یو شمېر نورو کسانو هم تایید کړه، چې له برید وروسته یو شمېر ناروغان تښي او ځینې یې طالبانو بېرته نیولي دي.

پاکستان ادعا کوي، چې دوی یو نظامي ځای په نښه کړی دی. د دې برید په اړه زیات شکونه شتون لري. د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې برخه کې د خپلواکو او بې پرې پلټونو غوښتنه کړې ده.

په همدې سیمه کې د یوه تولیدي شرکت له یوه کارکوونکي سره خبرې وکړې. هغه و ویل: «« درې بلاکونو په بشپړه توګه سوځېدلي دي، ډېری کسانو وسوځېدل، مړه او ټپیان تر سلګونو زیات وو، خو کره معلومات یې نه لرم.»

په روغتونونو کې څه خبرې وې؟

ویل کېدل، چې ګن شمېر وژل شوي او ټپیان وزیر اکبرخان او څلورسوه بستریز روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

له یوه کس سره د خپل قرباني په لټون پسې د وزیراکبرخان روغتون ته ورغلم. د روغتون په اصلي دروازه کې څه ستونزه نه وه. نېغ د ټپیانو واټ خوا ته ورغلو، خو هلته امنیتي تدابیر خورا سخت وو. د ټپیانو د نومونو څلور لېستونه په دېوالو ځوړند وو، د شاوخوا دوه سوه تنو نومونه.

هغه کس چې له ما سره یو ځای وو، خپل نوم یې په دې لېستونو کې پیدا نه کړ. څلور سوه بستریز روغتون ته ولاړو، هېڅ لېست شتون نه درلود، خو خلکو ته یې اجازه ورکوله، چې په سړوخونو کې ستال شوي جسدونه وویني.

کله چې سړې خونې ته ورسېدو، درې امبولانسونه په دروازه کې ولاړ دي او د روغتون کارکوونکي په کڅوړو کې تاوکړي جسدونه ورپورته کوي.

د سړې خونې د مسوول طالب چارواکی په اجازه، یوې خونې ته ورننوتم. دلته په یوه لویه خونه کې ۳۰ دانې درې پوړیزه چپرکټونه دي، چې په ټولو یې جسدونه پراته دي، جسدونه ټول سوځېدلي او د لیدلو وړ نه و، خو د پېژندنې وړ وو، ټولټال ۹۰ جسدونو شتون درلود.

له دې وروسته دوه نورو خونو ته چې چپرکټونه په کې نه وو او جسدونه یې په غولي اچولي وو، ورغلم، په یوه خونه کې ۱۵ جسده و او په بل کې ۸ جسده، دا جسدونه هم سوځېدلي وو.

له سړې خونې راووتو او د دروازې په خوله کې مو د ولاړو کارکوونکو چې سوځېدلي جسدونه یې امبولانسونو ته پورته کول پوښتنه وکړه، هغوی و ویل: «دا هغه جسدونه دي، چې له پېژندلو وتلي او خپلوان یې پیدا نه شول، اوس یې وړو او خښوو یې»

زیات معلومات یې را نه کړل، خو ویې ویل، که د پاتې جسدونو خپلوان تر سبا پیدا نه شول، هغوی هم وړو او خښو یې.له یوه بل کارکوونکي مو دا معلومات تر لاسه کړل، چې همدا نن چهارشنبې د کب ۲۸مه د سرای شمالي په تپه کې ۵۰ جسدونه، چې د پېژندلو نه وو، په ډلیزه توګه خاورو ته وسپارل شول.

په دې اړه نور ولولئ...

ترانس ښځه- د نړۍ د فالوس مدارۍ په وړاندې بغاوت

جوزجان کې له تاوتریخوالي، تبعیض او سپکاوي د ټکسي چلوونکې ښځې کیسه

له چهارصد بستر روغتون څخه د راوتلو پر مهال په لومړي کرول کې پنځه تنه مېرمنې او یو شمېر نارینه ولاړ وو. هغوی د خپلو خپلوانو د جسدونو موندلو لپاره راغلي، خو طالب سرتېرو د ننوتو اجازه نه ورکوله. هغوی ته ویل شوي وو: «رسمیات پای ته رسېدلي سبا راشۍ.»

ایمرجنسي روغتون ته ورغلو، هلته مو هم لېستونه وکتل، ۲۷ تنه ټپیان وروړل شوي وو، چې دروازه کې د ولاړو مسوولینو په وینا، یو شمېر یې تر درملنې وروسته رخصت شوي وو.

وروسته د کابل ښار د دارلامان سناتوریم سیمه کې عدلي طب ته ورسېدو، دلته هم امنیتي تدابیر زیات دي او د جسدونو د کتلو اجازه نشته، خو یو روغتیاپال چې خلکو ته معلومات ورکول. «دلته ټولټال ۱۰۸ جسدونه راوړل شوي، ټول ټوټې ټوټې او سوځېدلې، له پېژندنې وتلي، موږ یو لاس او یوه پښه په یوه جسد حساب کړي، نو ځکه وایو، چې ۱۰۸ جسدونه راوړل شوي.»

د تر لاسه کړیو کره معلوماتو او شمېرونو پر اساس معلومه کړه، چې د امید په نوم د روږدو کسانو په روغتون کې شاوخوا ۱۸ سوه کسان تر درمنلې لاندې وو. طالبانو ویلي، شاوخوا ۵۰۰ کسانو زیان نه دی لیدلي. ۴۹۱ تنه نور آغوش کمپ ته لېږدول شوي دي.

خو د قربانیانو کره او یو لاسې شمېره لا هم روښانه نه ده.

په روغتون کې شواهد او لاسوندونه پر دې ګواه دي، چې شاخوا ۲۷۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دي. ویل کېږي، ځینې جسدونه ان د پېښې په ځای کې ایره شوي دي. د امید کمپ سره ځوړنده لېستونه ښيي، چې شاوخوا ۳۰۰ تنه ټپیان شوي دي.

طالبانو د کره خبر رسولو جریان تړلی دی. یا لږ تر لږه د ګوتو په شمار رسنیو ته د دې لاسرسي اجازه ورکړ، په رښتیا د درک وړ نه ده، چې ولې؟

خو واقعیت دا دي، هغه څه چې په امید کمپ کې رامنځ ته شوي، یو بشپړ خونړۍ انساني ناورین دی. ځینې جسدونه مې چې په څلورسوه بستریز روغتون کې ولیدل، داسې سوځېدلي وو، چې چا یې د لیدو توان نه درلود. ځینې جسدونه ډاډه او تک تور سوځېدلي وو. په ډېره سختۍ مو ورته کتلای شواي. هغه وحشت چې د لیدو وړ نه وو.

اړوندې لیکنې

د جګړې په وړاندې، د فاشېزم لويي په دروغو، وینو او جرمونو ولاړه ده (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

د جګړې په وړاندې، د فاشېزم لويي په دروغو، وینو او جرمونو ولاړه ده (دویمه برخه)

۲۸ وری ۱۴۰۵
معترضې ښځې: هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید، د مذهبي ډلو سیستماتیک په نښه کول دي
خبر

معترضې ښځې: هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید، د مذهبي ډلو سیستماتیک په نښه کول دي

۲۷ وری ۱۴۰۵
د جګړې په وړاندې، د تاوتریخوالي ضد ادبیاتو په اړه څه پوهېږو؟ (لومړۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

د جګړې په وړاندې، د تاوتریخوالي ضد ادبیاتو په اړه څه پوهېږو؟ (لومړۍ برخه)

۲۷ وری ۱۴۰۵
د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي
خبر

د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي

۲۶ وری ۱۴۰۵
په ښوونیز نظام کې د طالبانو له تحمیلي سیاستونو د یوه ښوونکي اندېښنې
دسته‌بندی نشده

په ښوونیز نظام کې د طالبانو له تحمیلي سیاستونو د یوه ښوونکي اندېښنې

۲۶ وری ۱۴۰۵
یونیسف: له ۱۵.۳ میلیونه زیات افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: له ۱۵.۳ میلیونه زیات افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي

۲۵ وری ۱۴۰۵

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه