د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د «یووالي او باور پر لور» دویمه دوريي ناسته لندن کې جوړه شوه

24 مارچ 2026
د «یووالي او باور پر لور» دویمه دوريي ناسته لندن کې جوړه شوه

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ اعلان کړی، چې د «یووالي او باور پر لور» دوه ورځنۍ دویمه دوريي ناسته، د طالبانو د مخالفینو، ګوندونو د استازو، سیاسي او مدني فعالانو په ګډون، لندن ښار کې جوړه شوه.

رخشانه: دغه ناسته نن (سه شنبې د وري ۴ مه) چې د روان میلادي کال د مارچ له ۲۴ مې سره سمه ده، پیل او سبا د مارچ ۲۵ مه پای ته رسېږي.

د دې ناستې کوربه د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ ویلي، دا غونډه د افغانستان اوسني بحران ته د رسېدګۍ په خاطر جوړه شوې ده.

د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي، د دې ناستې په لومړۍ ورځ د افغانستان د ګوندونو او سیاسي- مدني جریانونو په ګډون د بېلابېلو ډلو تر منځ د همکارۍ، همغږۍ، د متقابل درک او باور فضا د رامنځ ته کولو په اړه خبرې اترې وشوې.

اعلامیه کې راوړل شوي «د دې ناستې اصلي تمرکز به پر هغه رغنده بحثونو وي، چې د افغانستان د راتلونکې لپاره ګډ لید لوری لري، له هغې جملې هغه لومړیتوبونه، چې کولی شي له ګډونوالو سره مرسته وکړي، تر څو داسې راتلونکې انځور کړي، چې د افغانستان د خلکو وړ وي.»

د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ ویلي، د ناستې په دویمه ورځ به د ديپلوماتانو، سفیرانو، د اعیان مجلس د غړو، د برېتانیا د استازو، مدني ټولنو د بنسټونو او په برېتانیا کې مېشت د فکر خونو، چې د افغانستان په مسله کې ښکېل دي، په ګډون له نړیوالو شریکانو سره خبرې اترې وشي.

په دې ناسته کې د پاکستان استازو، له طالبانو سره په جګړه کې د ښکېل دولت په توګه ګډون نه درلود.

د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ ویلي، دا غونډه د افغانستان د کلیدي لومړیتوبونو د پیاوړتیا او د ګډونوالو او نړیوالو سیالانو تر منځ د خبرو اترو په موخه جوړه شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دې بنسټ تمه ښودلې، چې «دا خبرې اترې به د افغانستان د راتلونکې لپاره د هغه عادلانه و پراخ بنسټ کړنلارې سره، چې ښځې په کې مرکزي او مانا لرونکی رول ولري» مرسته وکړي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه