د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو او پاکستان تر منځ تلپاتې سوله غوښتې

24 مارچ 2026
د افغانستان د بشري حقونو مرکز کابل کې د روږو د درملنې په مرکز د پاکستان برید وغانده

خبرگزاری خامه پرس

د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو، د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړو د پای، تلپاتې سولې او بېړني اوربند غوښتنه کړې ده.

رخشانه: د ملګرو ملتونو کارپوهانو نن (سه شنبې د وري ۴ مه) په یوه اعلامیه کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي، چې تازه اوربند وکړي او د سولې یوه تړون ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي: «موږ له پاکستان اوطالبانو غواړو، چې یوه دایمي اوربند ته ژمن شي، د شخړې اصلي ریښې حل کړي او د نړیوالو قوانینونو سرغړونو ته ځواب وینه تضمین کړي.»

ملګرو ملتونو لیکلي، چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د فبرورۍ د ۲۶ مې نه تر اوسه، لږ تر لږه ۲۸۹ ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي، چې ۷۶ وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړو له امله، په افغانستان کې له ۱۱۵ زره زیات کسان بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو کابل ښار کې د روږدو کسانو د درملنې په مرکز «امید کمپ» د پاکستان هوايي برید ته په اشارې ویلي، په دې برید کې ښايي سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دوی دغه برید غندلی او د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. د کارپوهانو ډلې د دې جګړې له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې، د خلکو د بې ځایه کېدو او ښوونځیو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې نړیوالو، بشري او بشردوستانه حقونو ته درناوی وکړي او ملکي وګړو او غیرنظامي بنسټونو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

هغوی ویلي «ځینې بریدونه چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله تمام شوي، ښايي نړیوال بشردوستانه حقونه یې نقض کړي وي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ټولو ادعا شویو سرغړونو په اړه د سمدستي، خپلواکه او رڼو څېړنو، د عامیلینو د حساب ورکولو او د نړیوالو معیارونو سره سم د قربانیانو لپاره د تاوان ورکولو غوښتنه کړې ده.

طالبان ادعا کوي، چې د دوشنبې په شپه د کابل ښار د څرخي پله په سیمه کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې په مرکز د پاکستان په هوايي برید کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.
خو د پاکستان دولت له برید وروسته اعلان وکړ، چې دوی د پاکستاني طالبانو ټي ټي پي اړوند یو نظامي مرکز او د وسلو زېرمتون په نښه کړی دی. دې برید د سیاسي څېرو او بشري حقونو د بنسټونو پراخ غبرګونونه له ځان سره درلودل.

له دې بریده د یوې اوونۍ په تېرېدو، تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده خپره شوې.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه