د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

رواداري: افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو پېښې زیاتې شوې دي

25 مارچ 2026
رواداري: افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو پېښې زیاتې شوې دي

د «روادارۍ» د بشري حقونو سازمان وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، له بشري حقونو د سرغړونو پېښې زیاتې شوې دي.

رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د وري ۵ مه) افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپاره کړي راپور کې لیکلي، په تېر یوه کال کې هدفي او له محکمې پرته وژنې، خپل سرې نیونې، جبري لادرکه کول، ربړونې او ټول ظالمانه او سپکوونکو چلندونو د پام وړ زیاتوالی کړی دی.

د روادارۍ په راپور کې راغلي، په دې موده کې د طالبانو له لوري د مخکني نظام کارکوونکي، خبریالان، د بشري حقونو مدافعین او هغه کسان، چې له مخالفو ډلو سره په همکارۍ تورن شوي دي، د هدفي او محکمې پرته وژنو، نیونو، جبري ورکېدو او نورو غچ اخیستوونکو اقداماتو سره مخ شوي دي.

رواداري ویلي، په دې موده کې د طالبانو له خوا د زده کړې، کار، تګ راتګ، عدالت ته د لارسي او سختو کړنلارو د ښځو د بشري حقونو وضعیت لا خراب کړی دی.

د دې راپور پر بنسټ، قومي او مذهبي لږکي هم کاري، اقتصادي فرصتونو او د خپلو مذهبي مراسمو تر سراوي برخ کې عمومي خدماتو ته د لاسرسي له محددیتونو سره مخ شوي دي.

د رواداري په راپور کې راغلي، په یاده موده کې، د هدفي ځانمرګو بریدونو، چاودنو، د پاکستان د هوايي بریدونو، له جګړې پاتې چاوېدونکو توکو د چاودنو او یا په هدفي ډول د مرموزو او له محکمې پرته وژنو په ترڅ کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغه شمېرې د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال په پرتله ۵۰.۴ سلنه زیاتوالی شي. په تېر یوه کال کې ۶۷۱ تنه وژل شوي او ۵۳۷ تنه ټپیان شوي، چې په وژل شویو کسانو کې ۴۷۳ نارینه، ۵۳ ښځې او ۹۱ ماشومان او په ټپیانو کې ۴۰۵ نارینه، ۵۶ ښځې او ۷۶ ماشومان شامل دي.

روداري د خپل راپور په بله برخه ې د رسنیو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته نغوته کړې وايي، د امربالمعروف قانون او په رسنیو کې د ساه کښو په انځور خپرولو بندیز د دې لامل شوي، چې خپلواکه معلوماتو جریان تر اغېز لاندې ونیسي.

دې بنسټ پر افغان خاوره د پاکستان بریدونو ته په اشارې ویلي، دې بریدونو د نړیوالو بشردوستانه حقونو بنسټیز اصول مات کړي او د ښځو او ماشومانو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او عمومي استوګنځایونو او مېشت ځایونو د ورانېدو سبب شوي دي.

روادارۍ ویلي، په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۳۲۴ ملکي وګړو ته، په کندهار، هلمند، پکتیا، پکتیکا او خوست کې مرګ ژوبله اوښتې، چې د قربانیانو منځ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۰ تنه وژل شوي او ۲۳۴ ټپیان هم شته.

په دې اړه نور ولولئ...

د افغانستان د ځواب ویونکو څار ډله: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د جنسیتي توپیر نظام په رسمیت وپېژني

د بشري حقونو څار ډله: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ لا هم پراخه دی

د راپور له مخې، په تېر یوه کال کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۵ تنه، په کندوز، بلخ، پکتیکا، کونړ، ننګرهار او نورستان کې، په هدفي چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې مړه او ټپیان شوي دي.

همدارنګه رواداري لیکلي، د ۲۰۲۵ میلادي کال په اوږدو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶۴ تنه د ځای پر ځای شویو مایوننو او له جګړو پاتې ناچاودو توکو په چاودنو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. دغه شمېرې د تېر کال په پرتله ۵۲.۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

دې بنسټ ویلي، په تېر میلادي کال کې د ۵۲۸ تنه نارینه وو، ۳۸ ښځو او ۳۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۶۱۱ تنه، د طالبانو او ناپېژانده کسانو په هدفي، مرموزه او له محکمې پرته توګه وژل شوي دي. دا شمېرې د تېر کال په پرتله، ۴۰.۴ سلنه زیاتوالی ښي.

روادارۍ زیاته کړې، هغه کسان چې په نښه شوي، تر ډېره د مخکني حکومت کارکوونکي، د طالبانو مخالف ډلو سره په همکارۍ یا غړیتوب تورن کسان، معترضین، قومي مشران او سیمه ییز مخور دي.

د دې بنسټ د راپور له مخې، په تېر یوه کال کې، په ۱۲ ولایتونو کې لږ تر لږه ۶۶ تنه، د طالبانو تر نیول کېدو وروسته، لادرکه شوي. دا شمېرې د تېر کال په پرتله ۲۹.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
رواداري ویلي، په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې، په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۵۵۹ کسان، په خپله سرې او غیرقانوني توګه د طالبانو له خوا نیول شوي او زنداني شوي دي. دا شمېرې ښيي، چې خپل سرې او غیرقانوني نیونې د تېر کال په پرتله دوه برابره شوې دي.

د روادارۍ د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ میلادي کال په اوږدو کې د ۸۸ ښځو په ګډون ۲۱۲۵ کسان، د امربالمعروف له قانون څخه د سرغړونې، ږیرې نه لرلو، موسقۍ د اورېدو، حجاب نه مراعتولو او محرم د نشتوالي په تورونو د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

رواداري ویلي، طالبانو زندانیان په برېښنايي شوک ورکولو، چپه ولچک کولو، په د نارینه وو په تناسلي آلو د درندو توکو په ځوړولو، نشه کوونکو درملو په ورکړې، په پلاستیکي کڅوړو کې د سر په ننه ایستلو، خفه کولو، مصنوعي ډوبولو، په ولاړه په زور د اوبو څښلو، او په دردونکو حالتونو کې د اوږدې مودې لپاره کېنولو، په لرګي وهلو، په لغتو او سوکانو، د ټوپک په کنداغ، کېبل په وهلو، د وېښتانو او نوکانو په ایستلو، په کوهي کې په اچولو، له ډودۍ او اوبو په محرومولو، تشناب ته په نه پرېښودلو، په انفرادي سولولونو کې د اوږدې مودې لپاره ساتلو، په جنسي، قومي او مذعبي کنځاو او سپکاوي، خفه کولو، د زندانیانو او د هغوی د کورنیو د غړو په وژنې او د وژلو په ګواښونو سره سزاوې ورکوي.

د دې راپور د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال میلادي کال په اوږدو کې کم تر کمه ۱۱ تنه د طالبانو تر واک لاندې زندانونو کې له ربړولو وروسته وژل شوي دي. رواداري ویلي، چې د زندانیانو وژنې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۵ سلنه کمې شوې دي.

دغه راز رواداري وايي، د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې طالبانو لږ تر لږه ۶ تنه په خوست، نیمروز، فراه او بادغیس کې د خلکو په وړاندې اعدام کړي او دغه راز یې په دایکنډي ولایت کې د یوې ښځې د سنګارولو حکم هم ورکړی دی.

دې بنسټ ویلي، طالبانو د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د ۱۱۴ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۸۵۷ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي. دا شمېرې د تېر میلادي کال په پرتله ۶۳.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

اړوندې لیکنې

د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان لا هم له بشري حقونو د پراخو او دوامداره سرغړونو ځای دی
خبر

د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان لا هم له بشري حقونو د پراخو او دوامداره سرغړونو ځای دی

15 اگست 2026
لیندسي: له طالبانو مې وغوښتل چې د افغان ښځو حقونو ته درناوی وکړي
خبر

لیندسي: له طالبانو مې وغوښتل چې د افغان ښځو حقونو ته درناوی وکړي

15 اگست 2026
د ښځو اعتراضي غورځنګونه: د طالبانو پنځه کلنه واکمنۍ کې د هېوادالو حقونه په پراخه کچه مات شوي
خبر

د ښځو اعتراضي غورځنګونه: د طالبانو پنځه کلنه واکمنۍ کې د هېوادالو حقونه په پراخه کچه مات شوي

15 اگست 2026
نیومن: طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې هېڅ بدلون نه دی کړی
خبر

نیومن: طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې هېڅ بدلون نه دی کړی

15 اگست 2026
پنځه کاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، ټول هغه کارونه چې ښځې یې له کولو منع دي
دسته‌بندی نشده

پنځه کاله د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، ټول هغه کارونه چې ښځې یې له کولو منع دي

15 اگست 2026
د ملګرو ملتونو ۵۶ غړو هېوادونو د افغان ښځو په ملاتړ او د هغوی په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په لرې کولو ټینګار وکړ
خبر

د ملګرو ملتونو ۵۶ غړو هېوادونو د افغان ښځو په ملاتړ او د هغوی په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په لرې کولو ټینګار وکړ

15 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه