د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونسکو: نړۍ کې له زده کړو پاتې ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی

25 مارچ 2026
یونسکو: نړۍ کې له زده کړو پاتې ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی

عکس: شفیقه خرمی/ عکاس محلی

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونسکو) اعلان کړی، چې په نړۍ کې له زده کړو پاتې ماشومانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

رخشانه: دې بنسټ نن (چهارشنبې د وري ۵ مه) په یوه راپور کې لیکلي، د هغو ماشومانو او تنکیو ځواکونو شمېر چې له زده کړو محروم دي، د اووم کال لپاره یې زیاتوالی کړی او ۲۷۳ میلیون تنو ته رسېدلی دی.

یاد سازمان ویلي، دغه زیاتېدنه، د نفوس د زیاتوالي، بحرانونود شتون او د بودیجې د کموالي له امله د زده کړو په برخه کې رامنځ ته شوې ده.

د دې بنسټ په وینا، په ټوله نړۍ کې له هرو شپږو ماشومانو، چې د ښوونځي د عمر دي، یو تن یې له زده کړو محروم دی او له هرو دریو زده کوونکو یوازې دوه یې بریالي کېږي، چې د زده کړو منځنۍ دوره پای ته ورسوي.

یونسکو د دې وضعیت پر دوام اندېښنه ښودلې وايي، هر کال په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر ځوانان له زده کړو محرومېږي.

د یونسکو په راپور کې راغلي، د ماشومانو یو پر شمېږمې برخې څخه ډېر یې په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي، چې د رسمي شمېرونو سربېره یې په میلیونونو نور ماشومان له زده کړې بې برخې کړي دي.
یونسکو ویلي، دا وضعیت په ځانګړې توګه په منځنۍ آسیا کې د اندېښنې وړ دی، هغه ځای، چې سیمه ییزې شخړې تل د دېر ښوونځیو د تړل کېدو لامل شوې او میلیونونه ماشومان یې له درسي ټولګیو لرې ساتلي او د لا شا ته پاته کېدو له خطر سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د ملګرو ملتونو دې سازمان ویلي، په ټوله نړۍ کې په اوسط ډول په ابتدايي او ثانوي زده کړو کې د جنسیت تشه د پام وړ کمه شوې ده.

یونسکو په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د ملاتړ ژمنتیا ښودلې وايي، د نړیوالو ننګونو سره سره، زده کړې لا هم ورته لومړیتوب لري.

دا بنسټ په داسې حال کې له زده کړو پاتې ماشومانو په اړه خپل راپور خپروي، چې پنځه کاله کېږي، د طالبانو د محدودیتونو له امله افغان نجونې له ښوونځیو محرومې دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه