د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د نجونو د ښوونځیو په تړلو نیوکه، طالبانو هرات کې دوه مدني فعالان نیولي

28 مارچ 2026
د نجونو د ښوونځیو په تړلو نیوکه، طالبانو هرات کې دوه مدني فعالان نیولي

قدوس خطیبي (چپ) او فیاض غوري (ښی) / انځور: ټولنیزې رسنۍ

هرات ښار کې سیمه ییزه سرچینې وايي، طالبانو دوه تنه مدني فعالان، هېواد کې د نجونو د ښوونځیو په تړلو، د نیوکې کولو له امله نیولي دي.

رخشانه: هرات کې لږ تر لږه درې سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي، دغه دوه مدني فعالان نن سهار (شنبې د وري ۸ مه) د هرات ښار څخه نیول شوي دي.

دغه دوه تنه مدني فعالان قدوس خطیبي او فیاض غوري نومېږي او هغوی د فسبوکي پوسټونو او په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو په تړل کېدو د نیوکې کولو له امله نیول شوي دي.

د پوهنتون استاد او مدني فعال قدوس خطیبي په خپله فسبوک پاڼه د یوه انځوریز کلپ په خپرولو سره لیکلي: «د ټولو غوښتنه! د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د افغان نجونو پر مخ خلاصې کړۍ.»

هغه په دې انځوریز کلپ کې وايي: «د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو تړل کېدو څخه پنځه کاله تېرېږي، خو د اسلامي امارت چارواکي، داسې نه ښکاري، چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزي.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دې مدني فعال له طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو پرانستو غوښتنه کړې ده.

مدني فعال فیاض غوري هم دوه ورځې وړاندې په خپله فسبوک پاڼه لیکلي وو «د دې خاورې د نجونو پر مخ د پوهې د دروازو پرانستو په هیله.»

تر اوسه د دې دوه هراتي مدني فعالانو د خوشي کېدو په اړه معلومات نشته. هرات کې سیمه ییز طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې په وار وار مدني او د ټولینزو رسنیو فعالان، پر دې ډلې د نیوکو کولو له آمله نیولي او ځینې وخت یې هغوی زنداني کړي هم دي.

په هېواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو، د شاوخوا پنځو کلونو په تېرېدو سره، له دې محدودیتونو هېڅ یو، په ځانګړې توګه د زده کړې محدودیت، د دې ډلې له خوا نه دی لغوه شوی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه