د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د «افغان ښځو د آزادۍ او پراختیا سازمان» له زده کړو محروم نجونو ته انلاین ښوونځي فعالیت پیل کړ

29 مارچ 2026
د «افغان ښځو د آزادۍ او پراختیا سازمان» له زده کړو محروم نجونو ته انلاین ښوونځي فعالیت پیل کړ

د «افغان ښځو د آزادۍ او پراختیا سازمان» اعلان وکړ، چې هېواد کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم یې، له زده کړو پاتې نجونو لپاره د انلاین ښوونځي رسمي پیل وکړ.

رخشانه: دافغان ښځو د آزادۍ او پراختیا سازمان اړوند انلاین ښوونځي، پنشنبې د (وري ۶ مه) افغانستان، ایران او پاکستان کې له زده کړو پاتې لږ تر لږه ۴۰ نجونو ته په رسمي ډول فعالیت پیل کړی دی.

د افغان ښځو د آزادۍ او پراختیا سازمان ویلي، دا پروګرام له ډېجیټلي پروګرامونو په ګټې اخیستنې او د زده کړې فرصتونو برابرولو، پیاوړتیا او رواني ملاتړ چمتو کولو په موخه د نجونو لپاره تر سره کېږي.

د دې انلاین ښوونځي مسوولینو د محرومیت مقابلې او فردي پراختیا د وسایلو په توګه د زده کړې پر اهمیت ټینګار کړی او د نجونو د زده کړو څخه د کورنیو ملاتړ یې خورا مهم بللی دی.

د افغان ښځو د آزادۍ او پراختیا بنسټ ویلي، د دې انلاین ښوونځي پروسه د افغانستان له ښوونیز نصاب او د نړیوالو معیارانو په پام کې نیولو سره سمه ده.

په افغانستان کې له زده کړو د نجونو محرومیت پنځم کال ته ننوځي او مدني بنسټونه هڅه کوي، چې د آنلاین او ځای ناستو ښوونځیو په جوړو، د هغوی لپاره زده کړو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

طالبانو د پشنبنې په ورځ د پنځم پرلپسې کال لپاره، په هېواد کې نوی ښوونیز کال، له شپږم ټولګي بره نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو له پرانستو پرته پیل کړ.

د ۲۰۲۱ په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي بره نجونې تر «امرثاني» پورې ښوونځیو ته له تګه راوګرځول شوې.

دغه راز دې ډلې په دولتي او خصوصي پوهنتونو او طبي انستېتیوتونو کې هم د افغان ښځو او نجونو په زده کړه بندیز لګولی دی.

طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې د نجونو په وړاندې د زده کړې د محدودیت لغوه کولو، په اړه د نړیوالې ټولنې، بشري حقونو د بنسټونو او هېوادوالو غوښتنه له پامه غورځولې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دا ډله تر اوسه نه ده چمتو شوې، چې د ښځو او نجونو د حقونو او اساسي خپلواکیو، له هغې جملې د زده کړې او تحصیل محدودیتونه لغوه کړي.

ملګرو ملتونو څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي، د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي بره نجونو زده کړې ته نه پرېښودو له آمله، ۲.۲ میلیونه افغان نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه