د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ریچارد لیندسي: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ټکان ورکوونکی دی

31 مارچ 2026
ریچارد لیندسي: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ټکان ورکوونکی دی

عکس: رسانه‌ی رخشانه

د افغانستان د چارو لپاره د برېتانیا استازي ریچارد لیندسي ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ټکان ورکوونکی دی.

رخشانه: لیندسي نن (سه شنبه د وري ۱۱ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، هېڅ هېواد سوکالۍ ته نه رسېږي، په داسې حال کې چې نیمايي وګړي یې له زده کړې، کار او ژونده محروم دي.

هغه لیکلي، د افغانستان هر وګړۍ د دې وړ دی، چې له ځورولو او څار پرته په خپلواکه توګه ژوند وکړي.

د افغانستان د چارو لپاره د ملګرو ملتونو استازي، هېواد کې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې له دې ډلې غوښتي، چې د وګړو حقونو ته درناوی وکړي.

طالبان په تېرو کابو پنځو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو په لګولو، د مخکني حکومت د کارکوونکو، نظامیانو، خبریالانو، رسنیزو او مدني فعالانو، ښځینه معترضینو په نیولو، ربړونې، وژلو سره، د بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن شوي دي.

ملګرو ملتونو نن سهار اعلان وکړ، چې افغانستان کې د بشري حقونو بحران دوام لري او همدا ډول ښځې او نجونې د طالبانو د محدودیتونو له امله، د عمومي ژوند څخه ایستل کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر تورک ویلي دي: «طالبانو عملآ په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو شتون جرم ګرځولی. د ښځو له شتون پرته هېواد پرمختګ نه شي کولی.»

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲ تنه د خلکو په وړاندې اعدام کړي او په اونیزه توګه بدني سزاوې په عام محضر کې پلې کوي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ
دسته‌بندی نشده

د «وېرې» له خوند سره ډوډۍ

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې
دسته‌بندی نشده

نصیبه دای تبار، ښوونځي ته له نه تګ د سویډن تر سیاسي صحنې پورې

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه