د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بکتاش سیاووش د افغان ښځو د حقونو د دفاع په پار اروپا کې د پرلټ خېمه وهلې

2 اپریل 2026
بکتاش سیاووش د افغان ښځو د حقونو د دفاع په پار اروپا کې د پرلټ خېمه وهلې

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي بکتاش سیاووش، د افغان ښځو او نجونو د حقونو د دفاع په پار، د اروپايي ټولنې د پارلمان مخې ته خېمه وهلې

رخشانه: سیاووش تېره ورځ (چهارشنبې د وري ۱۲ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره، په افغانستان کې د جرم په توګه جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده.

هغه لیکلي: «د وطن د ښځو د حقونو د دفاع په پار، د اروپايي ټولنې د پارلمان مخې ته د پرلټ خېمه په لومړۍ ورځ د خلکو له لیدونو او د ملاتړ له اعلان سره مل وه.»

د هېواد د پارلمان دې غړي، له اروپايي ټولنې غوښتي، چې افغانستان کې له بشري حقونو دفاع وکړي او «دوه ګونو چلندونو ته» پای ټکی کېږدي.

سیاووش لیکلي: «نه شو کولی په خبرو کې د ښځو له حقونو دفاع وکړو او په عمل کې له ترهګرو سره ديپلوماتیک تعامل وشي، نه شو کولی هغه سیستم چې د بشري حقونو ځپلو او سرغړاوي ته مشروعیت ورکوي، عادي کړو، هغه کسانو ته چې ښځې غلې کوي لاس ورکړو او له هغه کسانو سره، چې زده کړې جرم ګڼي، سزا ورکړل شي.»

هغه پر دوام ټینګار کړی «هغه کسانو ته چې په وېرولو حکومت کوي، دیپلوماتیک مشروعیت مه ورکوۍ. کله چې په خوله د بشري حقونو شعار ورکوی، په عمل کې طالبانو ته مشروعیت، پیسې او اعتبار مه ورکوۍ.»

د هېواد د پارلمان دې غړي په افغانستان کې د جرم په توګه د جنسیتي توپير د په رسمیت پېژندولو غوښتنه کړې ده.

هغه له اروپايي ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او «په رسمي ډول» دا ډله د یوه ترهګر سازمان په توګه په رسمیت وپېژني.

سیاووش په پای کې ټينګار کړي، چې اروپايي ټولنه باید «دوه ګونو چلندونو ته پای ټکی کېږدي، چوپتیا ماته کړي، ځکه د دې ظلم او ځپنې په وړاندې چوپتیا، د بې پرېتوب چوپتیا نه، بلکې له طالبانو سره ملګرتیا ده.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته، د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او بنسټیزو خپلواکیو سخت او پراخ محدودیتونه لګولي دي.

په تېرو کابو پنځو کلونو کې په ور وار د بشري حقونو فعالانو او معترضو ښځو، د ښځو او نجونو په وړاندې یې محدودیتونه د جنسیتي توپیر بېلګه ګڼلې او د نړیوالې ټولنې له لوري یې د هغې په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه