د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان د بشري حقونو مرکز څېړنیز راپور: د طالبانو زندانونو کې، د پخوانیو نظامیانو، مدني فعالانو او خبریالانو ربړونه او جنسي ځورونه

۱۴ وری ۱۴۰۵
د افغانستان د بشري حقونو مرکز څېړنیز راپور: د طالبانو زندانونو کې، د پخوانیو نظامیانو، مدني فعالانو او خبریالانو ربړونه او جنسي ځورونه

REUTERS

د افغانستان د بشري حقونو مرکز (AHRC) مرکز اعلان کړی، چې تېر یو کال، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي.

رخشانه: دې مرکز نن (پنشنبې د وري ۱۳ مه) د یوه څېړنیز راپورو په خپرولو سره ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت سخت خراب شوی دی.

یاد مرکز ویلي، د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو، قومي او مذهبي لږکیو حقونه او خپلواکۍ، په منظمه، پراخه او سیستماتیکه توکه، د طالبانو له لوري مات شوي، ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو او اساسي حقونو محرومې دي.

د دې مرکز په راپور کې راغلي، د طالبانو له لوري نیول شوي کسان، په ځانګړې توګه پخواني نظامیان، مدني او د ښځو د حقونو فعالان، خبریالان او د طالبانو مخالفو وسله والو ډلو پورې تړلي کسان له ربړونې سره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز وايي، د ښځو د حقونو ځینې فعالان، د طالبانو په توقیف خونو کې د ربړونې سربېره له جنسي ځورونې سره مخ شوي دي.

د دې بنسټ د راپور له مخې، خبریالان او رسنۍ په سخته توګه له سانسور او ځپنې سره مخ دي او د بیان آزادي په پراخه توګه تر پښو لاندې کېږي.
راپور کې راوړل شوي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۱۷ تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکي د طالبانو له خوا نیول شوي، ځینې یې له لنډې مودې وروسته خوشي او ځینې یې په بند محکوم شوي دي.

دغه مرکز ویلي، د ۲۰۲۱ میلادي کال اګست کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو راهیسې تر اوسه، لږ تر لږه ۱۶۵ خبریالان او رسنیز کارکوونکي د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

په دې راپور کې راغلي، دا مهال شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان له خپلو کورنیو سره یو ځای په پاکستاني کې دي، چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې، ښايي د طالبانو له لوري وپېژندل شي او له نیولو او ربړونې سره مخ شي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې ۴۳سلنه رسنۍ له منځه تللې او په کال ۲۰۲۱ کال کې له شته ۱۲ زره خبریالانو څخه، له دوه پر درېیمې برخې زیاتو دغه مسلک پریښی دی. له هرو لسو ښځینه خبریالانو اته تنه یې اړ شوې، چې دا کار پرېږدي.

راپور کې راوړل شوي، هېواد کې عدالت ته لاسرسی د ډېری خلکو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره محدود شوی. د هېواد عدلي او قضايي سیستم شاه ته ګرځېدلی. د اساسي قانون او نورو پرمختللو قوانینو په نشتون کې، عدلي او قضايي سیستم، د لیکلو او شفاهي فرمانونو او د طالبانو د خوښې وړ اعمالو پر مټ اداره کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز د طالبانو د محکومو جزیايي اصول نامې ته په نغوتې وايي، دا قانون د جزيي عدالت سیستم یو خطرناک بدلون او بیا تعریف څرګندوني، چې تبعیضي طبقه بندي بنسټیزه کوي او غیرانساني سزاوې بیا راژوندۍ کوي.
دې مرکز ویلي، د ۱۴۰۴ هجري قمري کال په اوږدو کې، د بشري حقونو او خپلواکیو د محدودولو لسګونو فرمانونو سربېره، چې په تېرو کلونو کې صادر او پلي شوي وو، د طالبانو له خوا له ۲۵ څخه ډېر نور فرمانونه، چې د وګړو بشري حقونه محدودوي، صادر او پلي شوي دي.

طالبانو په ۱۴۰۴ هجري قمري کال کې ۱۰۸۷ کسان تر ډېره د خلکو په وړاندې په دورو وهلي او لږ تر لږه پنځه تنه یې په بادغیس، نیمروز او فراه کې په عام محضر کې اعدام کړي دي. د دې کسانو په اعدام سره، د ۲۰۲۱ میلادي کال رهیسې تر اوسه پورې ۱۲ تنه د طالبانو له لوري د خلکو په وړاندې اعدام شوي دي.

دغه راز راپور وايي، ۱۴۰۴ هجري قمري کال کې ۱۲۸۴ ملکي وګړي، چې ۳۱۰ په کې وژل شوي او ۹۷۴ ټپیان دي، د ملکي مرګ ژوبلې ۹۰ سلنه د طالبانو او پاکستان تر منځ پر پوله د نښتو له امله رامنځ ته شوې ده.

راپور کې راغلي، د افغان ماشومانو ډېری له محرومیتونو، لکه بېوزلۍ، لوږې، باکیفیته تعلیمي خدماتو ته نه لاسرسي، روغتیايي خدماتو نشتوالي، جنسي تېري، په کور او د باندې فزیکي تاوتریخوالي، جبري او کم عمره واده، ناهیلۍ، قاچاق او د وسله والو ځواکونو په لیکو کې کارولو سره مخ دي.

د راپور له مخې، د هېواد له نیمايي زیاته، کابو ۲۴.۴ وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ۱۲.۹ میلیونه یې ماشومان دي. د وضعیت خرابېدل د دې سبب شوی، چې ۸.۷ میلیونه کسان د خوړو د خوندیتوب په بېړني حالت کې وي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز د ملګرو ملتونو د راپورونو په استناد ویلي، افغانستان کې د ماشومانو مړینه ۴۵ سلنه د خوارځواکۍ له آمله ده. دا مهال په ۲۷ ولایتونو کې د سختې خوارځواکۍ کچه له بېړني حالت پورته او چټکۍ سره مخ پر خرابېدو ده.

دې مرکز ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د زده کړو کیفیت ټیټ شوی، د نړیوالو مرستو کمښت، د یوه ځواب ویوونکي حکومت نه شتون او عصري زده کړو ته د طالبانو نه پاملرنه، د زده کړو د کمیت او کیفیت د کمېدو لامل شوې ده.

راپور وايي، د ښځو او نجونو د زده کړې په اړه د طالبانو محدودیتونه، د نصاب بدلونونو کې ابهام، د کافي پانګونې او زیربنا نشتوالی، د ښوونیز سیستم کمزورې څارنه، د کافي تدریسي موادو نشتوالی، د ښوونکو په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو کمښت او پرلپسې بشري بحرانونو، لکه زلزلو، سېلابونو او وچکالۍ تعلیمي وضیت تر فشر لاندې راوستی او د راتلونکی نسل یې له خطر سره مخ کړی دی. طالبانو ښوونیز اهدف د خپلې افراطي او تاوتریخوالي ډکې ایډیولوژۍ سره سم ټاکلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز ویلي، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی هم کم شوی. د ۲۰۲۵ میلادي کال له جنورۍ میاشتې راپدېخوا، کابو درې میلیونه وګړي روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او د ۲۰۲۶ تر لمړیو پورې، ښايي دوه تر دې میلیونه نورو کسانو هم روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی وي.

راپور کې راوړل شوي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۳۶۴ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او ۲۲۰ نور د نړیوالو مرستو کمېدو له امله، د تړل کېدو په درشل کې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د کډوالۍ د نړیوالو ژمنو خلاف دي

د جګړې په وړاندې، وطن پالنه، باید په عدالت او اخلاقي ارزښتنو مشروطه وي (درېیمه برخه)

طالبانو د روغتیايي سکتور په ګډون د ښځو پر کار محدودیتونه لګولي، د روغتیا سکتور د روغتیايي پرسونل له کمښت سره مخ دی او په ښځو لګول شويو محدودیتونو، روغتیايي خدماتو ته د هغوی لاسرسی کم کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز له نړیوالې ټولنې، ملي او نړیوالو سازمانو، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې وايي، په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره باید جدي او عملي ګامونه پورته شي.

اړوندې لیکنې

رخشانې رسنۍ د خبریالۍ شلم نړیوال فستیوال کې له افغانستان، نه د راپور ورکولو ستونزو په اړه غونډه جوړه کړه
خبر

رخشانې رسنۍ د خبریالۍ شلم نړیوال فستیوال کې له افغانستان، نه د راپور ورکولو ستونزو په اړه غونډه جوړه کړه

۳۱ وری ۱۴۰۵
ملګري ملتونه: ډېری افغان نجونې د میاشتني عادت پر مهال د حفظ الصحې توکو ته لږ لاسرسی لري
خبر

ملګري ملتونه: ډېری افغان نجونې د میاشتني عادت پر مهال د حفظ الصحې توکو ته لږ لاسرسی لري

۳۱ وری ۱۴۰۵
یونیسف: د لومړنیو ټولګیو ۹۳ سلنه افغان ماشوم د یو لنډ متن لوستو او پوهېدو توان نه لري
خبر

یونیسف: د لومړنیو ټولګیو ۹۳ سلنه افغان ماشوم د یو لنډ متن لوستو او پوهېدو توان نه لري

۳۱ وری ۱۴۰۵
جوزجان کې یو ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې
خبر

جوزجان کې یو ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې

۳۱ وری ۱۴۰۵
معترضې ښځې: د طالبانو نظام د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو په وړاندې په تبعیض، حذف او تاوتریخوالی ولاړ دی
خبر

معترضې ښځې: د طالبانو نظام د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو په وړاندې په تبعیض، حذف او تاوتریخوالی ولاړ دی

۳۱ وری ۱۴۰۵
افغان ښځینه لوبغاړې المان کې د جوجیتسو نړیوالو لوبو اتله شوه
خبر

افغان ښځینه لوبغاړې المان کې د جوجیتسو نړیوالو لوبو اتله شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه