د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو کیسې، د «رخه» ولسوالۍ روغتون د طالب نظامیانو په خدمت کې، ښځې ترې محرومې دي

3 اپریل 2026
د ښځو کیسې، د «رخه» ولسوالۍ روغتون د طالب نظامیانو په خدمت کې، ښځې ترې محرومې دي

عکس: ارسالی به رسانه

نیلاب ( نام مستعار)

په داسې حال کې، چې د پنجشېر اوسېدونکي په ځانګړې توګه امیدواره مېرمنې، له بل هر وخت زیات روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري، ځايي کیسې څرګندوني، چې روغتیايي مرکزونه تر ډېره د ټپي شویو طالب سرتېرو د درملنې لپاره کارول کېږي.

دا کیسه د پنجشېر د «رخه» ولسوالۍ د روغتون وضعیت ته کتنه کوي. د څو ځايي سرچینو په وینا، د دې روغتون امکانات – له روغتیاپالانو نیولې تر درملو او تجهیزاتو پورې تر ډېره د نظامي ځواکونو په واک کې دي. دا په داسې حال کې ده، چې ملکي ناروغان، په ځانګړې توګه ښځې روغتیايي خدماتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي محدودیتونو او خنډونو سره مخ دي.

له ناروغانو سره دوګونی چلند، ښځې په څنډه کې

بل لور ته له ښځو سره چلند، په ځانګړې توګه له هغو ښځو سره، چې له محرم پرته روغتون ته مراجعه کوي. لا هم سخت او تبعیض لرونکی دی. ډېر دا ښځې د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو له امله خپل مېړونه او محرم تر څنګ نه لري، ځکه هغوی له هېواده بهر یا هم په نورو سیمو کې په کار بوخت دي.

سره له دې، چې دا وضعیت درک کړای شي، له دې ښځو پوښتل کېږي: «محرم دې چېرته دی؟ باید خاوند دې حاضر شي.» دا په داسې حال کې ده، چې ځینې له دې ښځو په بېړنیو شرایطو، لکه د زېږدو سخت درد سره روغتون ته مراجعه کوي او بېړنۍ رسیدګۍ ته اړتیا لري.

خو د روغتیايي خدماتو تر لاسه کولو پر ځای، د رد له ځواب سره مخ کېږي او تا ځنډ کولی شي د مور او ماشوم لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

اقتصادي فشار او له درملنې محرومیت

ستونزه په محدود لاسرسي پای نه مومي، ډېری ناروغان، چې د درملو اخیستو توان نه لري، دولتي روغتون ته له تګ وروسته، یوازې نخسه تر لاسه کوي او اړ دي، چې درمل له بهره په لوړه بیه وپېري.

دې وضعیت په بېوزله کورنیو نور هم فشار زیات کړی دی او عملآ یې هغوی له مناسبې درملنې محروم کړي دي.

له پنجشېر ورهاخوا  بحران

دا ستونزې یوازې پنجشېر پورې تړلې نه دي، بلکې د ګاونډ ولایتونو اوسېدونکي هم چې، د روغتیايي خدماتو تر لاسه کولو لپاره دې ولایت ته مراجعه کوي، هم له همدې ننګونې سره مخ دي.

د دې وضعیت دوام نه یوازې روغتیايي خدماتو ته د زیانمنونکو پاړکیو لاسرسی ستونزمنوي، بلکې د خلکو د اړتیاو او روغتیايي بنسټونو د کړنو ترمنځ ژور درځ رامنځ ته کوي. هغه درځ چې کولی شي په یوه پراخ انساني بحران تمام شي.

د «رخه» ولسوالۍ روغتون د پنجشېر په رخه ولسوالۍ کې موقعیت لري. دا مرکزي روغتون ۴۰ بستره لري او په وروستیو کې ۵۰ بستره ته پورته شوی دی. چې په اوسط ډول هره ورځ له ۱۲۰ زیات ناروغانو مني.

په دې اړه نور ولولئ...

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

همدارنګه، په دې روغتون کې په ډیجیټل اېکسرې ماشین سمبال یوه بېړنۍ څانګه هم پرانستل شوې ده، چې کولی شي د ناروغانو ځینې جدي اړتیاو ته ځواب و وايي.

یادونه: رخشانې رسنۍ ته د رالېږل شویو کیسو د منځپانګې مسوولیت د هغو لیکوالانو پر غاړه دی.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاکونه دوام لري؟ (پنځمه برخه)

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو لسګونو بنسټونو او فعالانو د طالبانو له خوا د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو د جبري کډه کولو د درېدو غوښتنه وکړه

17 اکتوبر 2026
«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه
دسته‌بندی نشده

«له درس ویلو ژوندي پاتې کېدل مهم دي»: بامیانو کې د کارګرو ماشومانو کیسه

16 اکتوبر 2026
ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي
خبر

ریچارد لیندسي: د افغانستان د باثباته راتلونکې لپاره د ښخو د حقونو رعایت کول اړین دي

15 اکتوبر 2026
راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي
خبر

راتلونکی کال به افغانستان کې په شدیده خوارځواکۍ د اخته ماشوم شمېر ۱.۱ میلیون ته ورسېږي

15 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه