د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار: د پلار او زوی تر منځ جګړه کې لور وژل شوې

4 اپریل 2026
ننګرهار: د پلار او زوی تر منځ جګړه کې لور وژل شوې

ننګرهار کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت حصارک ولسوالۍ کې د پلار او زوی تر منځ جګړه کې، یوه ځوانه نجلۍ وژل شوې ده.

رخشانه: ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کتلور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ویلي، دا پېښه پرون (جمعه د وري ۱۴ مه) د حصارک ولسوالۍ د «جومات» په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د بدلون په وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې پلار د کورني تاوتریخوالي له آمله، په خپل زوی د کلاشنکوف ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې ځوانه لور وژل شوې ده.

هغه زیاته کړې، دې ځوانې نجلۍ غوښتل، د پلار او ورور تر منځ د جګړې مخنوی وکړي.

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر وايي، د دې پېښې د روښانولو لپاره څېړنې روانې دي.

په ورته وخت د سیمې دوو تنو اوسېدونکو د دې پېښې د پخلي تر څنګ رخشانې رسنۍ ته ویلي، دا ځوانه نجلۍ شاوخوا ۱۷ کلنه وه.

د هغوی په وینا، دې ځوانې نجلۍ د پلار او ورور تر منځ جګړه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

له دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځ ته شوې دي. د دې ډول ډېری پېښو د رامنځ ته کېدو لامل کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راوروسته ځنځیري او مرموزې وژنې، ، د ښځو او نجونو ځان وژنې او د کورنیو د غړو له خوا د هغوي وژل په بې مخینې توګه زیات شوي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه