د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبان: سېلابونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ تنه وژلي او ۱۸ ټپیان دي

9 اپریل 2026
طالبان: سېلابونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ تنه وژلي او ۱۸ ټپیان دي

عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه.

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ملي ادارې اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې، د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله، ۱۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی، ۱۸ تنه ټپیان او یو تن ورک شوی دی.

رخشانه: د دې ادارې ویاند یوسف عماد نن (چهارشنبې د وري ۱۹ مه) په یوه ویډیو کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د استوګنې ۱۳۹ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۶۵۷ نور کورونه زیانمن شوي دي.

د عماد په وینا، په راتلونکو وروځو کې هم د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

همدارنګه نوموړي ویلي، د روان کال د وري میاشتې له شپږمې تر اوسه، د طبیعي پېښو له امله په ټول هېواد کې ۱۴۸ تنو ژوند له لاسه ورکړی، ۲۱۶ تنه ټپیان او ۸ تنه ورک شوي دي.

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند وايي، په دې موده کې لسګونه کورنه په شپړه او قسمي توګه ویجاړ شوي او سلګونه هکتاره ځمکه هم تخریب شوې ده.

په ورته وخت ننګرهار کې سیمه ییز طالب چارواکو ویلي، تېرې دوه ورځې په دغه ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنو ژوند بایللی او ۳۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وايي، د دې ولایت شېرزاد ولسوالۍ کې د یوه کور د چت لوېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اوو غړو ژوند بایللی دی.

بدلون زیاته کړې، دا پېښه سه شنبې (د وري ۱۸ مه) سهار وختي د شېرزاد ولسوالۍ د «کمي ترمي» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

هغه زیاته کړې د دې پېښې په ترڅ کې د یوې کورنۍ اوو غړو ژوند بایللی، چې پنځه ه کې ماشومان، یوه ښځه او یو تی خوری ماشوم وو.
د بدلون په وینا، د دې کور چت د باران له امله رالوېدلی دی.
ننګرهار کې د طبیعي پېښو سره د طالبانو د مبارزې ریاست مرستیال ادریس ساپي ویلي، د دې ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یوه کور د چت لوېدو پښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځو تنو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، دا پېښه د جلال آباد ښار انګورباغ څلورلاري ته نېږدې د «جرغاره» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

همدارنګه ساپي زیاته کړې، د ننګرهار، دره نور، پچیراګام، هسکه مېنه او بهسودو ولسوالیو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه