د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان لرې پرتو سیمو کې خوندي زېږون ته د ښځو لاسرسی محدود دی

9 اپریل 2026
د افغانستان لرې پرتو سیمو کې خوندي زېږون ته د ښځو لاسرسی محدود دی

عکس: سازمان جهانی صحت در افغانستان.

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی، چې د دې هېواد ډېری لرې پرتو سیمو کې «له زېږون مخکې روغتیايي پاملرنې او خوندي زېږون» ته د ښځو لاسرسی محدود دی.

رخشانه: دې بنسټ نن (پنشنبې د وري ۲۰ مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، روغتیايي خدماتو ته په لاسرسي کې ځنډ کولی شي د [ښځو] د ژوند لپاره ګواښ وي.

د روغتیا نړیوال سازمان لیکلي «له تخصصي پاملرنې پرته، میندې عوارضي خطر لکه شدیدې خونرېزۍ، انتان او په ځنډ زېږون له ګواښ سره مخ کېږي.»

د دې بنسټ په وینا، روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسی «کېدای شي نوزېږدو ماشومان ته تنفسي ستونزې پیدا کړي او مهم لومړني حیاتي مداخلات له لاسه ورکړي.»

د روغتیا نړیوال سازمان ټينګار کړی، چې «ساده روغتیايي خدمات کولی شي د زیانونو رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي او ژوندونه وژغوي، په ځانګړې توګه له زېږون وروسته لومړیو ورځو کې.»

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر اډوین د مور او ماشوم پالنې ته په لاسرسي ټينګار کړی دي.
هغه ویلي: «د میندو او نوزېږدو ماشومانو لپاره روغتیايي خدماتو ته په وخت او باکیفیته لاسرسي ډاډمنول، د ژوند ژغورلو لپاره خورا مهم دي.»

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه له اړمنو ټولنو د ملاتړ ژمنه کړې وايي، له میندو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوي تر څو «هره مور او نوزېږدی وتوانېږي، د خپلې اړتیا وړ پاملرنه خپل کور ته نېږدې پیدا کړي.»

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه