د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

سرچینې: ناپېژانده وسله والو هرات کې د ښځو او ماشومانو په ګډون کابو ۲۵ «شعیه» وګړي ووژل

10 اپریل 2026
سرچینې: ناپېژانده وسله والو هرات کې د ښځو او ماشومانو په ګډون کابو ۲۵ «شعیه» وګړي ووژل

هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي، ناپېژانده وسله والو د دې ولایت انجیل ولسوالۍ کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ شعیه وګړي وژلي او څو نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: هرات کې درې سیمه ییزه سرچینو رخشانې رسنۍ ته تایید کړه، چې دا پېښه نن (جمعه د وري ۲۱ مه) ماسپښین مهال د انجیل ولسوالۍ «رزشک او پل هاشمي» ته نېږدې د «ده مهري» په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچینو په وینا، ناپېژانده موټر سایکل سپرو وسله والو د «کلي د خان او د هغې د کورنۍ په غړو» او یو شمېر هراتي وګړو، چې دې سیمې ته د تفریح لپاره تللي وو ډزې کړې دي.

یوې سرچینې د خپل هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، په دې ډزو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

د سرچینې په وینا، په موټر سایکل سپرو وسله والو د کلي په خان او نورو کسانو چې، دې سیمې ته د تفریح لپاره تللي وو، برید کړی دی.
د هغه په وینا، د کلي خان له «بلوڅ» قوم او دایکنډي ولایت د کجران ولسوالۍ د شعیه ګانو څخه وو.

سرچینې ویلي، وسله والو په لومړي سر کې سړي له ښځو بېل کړي او وروسته یې هغوی د ښځو او ماشومانو د سترګو په وړاندې په ډزو وژلي دي.

سرچینې زیاته کړې: «کابو لس دقیقې د ډزو غږونه اورېدل کېدل. په لومړي سر کې د کلاشینکوف ډزې تر غوږو کېدې، وروسته د تومانچې»

یوې بلې سرچینې هم د دې پېښې د پخلي تر څنګ ویلي، دا سیمه تر ډېره «شعیه مېشتې» ده او د دې پېښې قربانیان هم «د کلي خان له دوه زامنو سره« او یو شمېر هراتي وګړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

د سرچینې په وینا، دا پېښه «ښايي د شخصي دښمنۍ له امله» رامنځ ته شوې وي.
معلومه نه ده، چې دا برید په کومه موخه او د کومې ډلې له خوا تر سره شوې ده.

دا وروستی خبر نه دی او ښايي د دې پېښې د قربانیانو شمېر د هرې شېبې په تېرېدو سره زیات شي.
په ورته وخت هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي، سیمه ییزه رسنیو ته ویلي، د دې ډزو په ترڅ کې ۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، ټپیانو کې یو ماشوم، ۲ مېرمنې او ۱۲ سړي شامل دي.
متقي زیاته کړې، ناپېژانده وسله والو د دې ولایت اوسېدونکي، چې د تفریح لپاره د انجیل ولسوالۍ ده مهري کلي ته تللي وو، ډزې کړې دي.

هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس ادعا کړې، چې د دې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.
هغه معلومه نه ده، چې دا پېښه د کوم هدف لپاره رامنځ ته شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم د دې پېښې په پخلي سره، په خپله اېکس پاڼه لیکلي، هرات کې پر ملکي وګړو د موټر سایکل سپرو وسله والو په برید کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

هغه ویلي، دا پېښه نن (جمعه د وري ۲۱مه) له ماسپښین وروسته، د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ «قبرزون» کلي کې یوې تفریحي سیمې ته نېږدې رامنځ ته شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
هغه زیاته کړې، دا لومړنۍ شمېرې دي او جزیات به وروسته شریک کړای شي.
طالبانو د دې پېښې د عاملینو په اړه څه نه دي لیکلي.
تر دې وړاندې هم څو ځلې هرات کې د ناپېژانده وسله والو له خوا په شعیه وګړو بریدونه شوي، چې د ځینو عاملین یې داعش ډله وه.

اړوندې لیکنې

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026
کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه
خبر

کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانستو غوښتنه وکړه

11 اکتوبر 2026
شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي
خبر

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

11 اکتوبر 2026
«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده
دسته‌بندی نشده

«په خپله ټوکه پښېمانه شوم شوم» د نجونو نړیواله ورځ او د هغه کورنیو کیسې چې د خپلو لوڼو راتلونکې یې د محدودیتونو په منځ کې ورکه کړې ده

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه